مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حکومت د ګاز واردات انحصاروي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
وروسته له هغې چې په بازار کې د یوه کیلو اوبلنو ګازو بیه ۱۰۰ افغانۍ ته لوړه شوه، حکومت په پام کې لري چې د ګازو واردات په خپل انحصار کې واخلي. له تېرو څلورو میاشتو راهیسې په بازار کې د ګازو بیې ورځ تر بلې لوړېږي، چې حاضر دمه په کابل ښار کې یو کیلو ګاز له ۹۰ تر ۱۰۰ افغانیو پلورل کېږي. د نفتي توکو او ګازو د تصدۍ مشر فرید شېرزی د ګازو د بیو د لوړوالي لامل په مافیا پورې د تړلو اشخاصو خپلسري قیمتونه او غیر سالم رقابت په ګوته کوي. شېرزي همیانۍ ورځپاڼې ته وویل، چې دوی د ګازو لپاره ۵۵ افغانۍ قیمت ټاکلی خو د ګازو پلورونکي سرغړونه کوي او د سواګرۍ وزارت پر لایحې عمل نه کوي. نوموړی وايي په ترکمنستان کې د یوه ټن ګازو بیه څلور سوه ډالره ده، چې له ټکس او انتقال سره ټولټال ۶۵۰ ډالره تمامېږي. خو دی زیاتوي، چې د ګازو واردوونکي شرکتونه په بازار کې هر ټن ګاز په ۹۰۰ امریکايي ډالره پلوري او په هر ټن کې له ۳۰۰ تر ۳۵۰ ډالره ګټه کوي. هغه زیاتوي چې د سوداګرۍ وزارت د لایحې له مخې سوداګر باید په یوه ټن ګازو کې سل ډالره ګټه واخلي، خو هغوی یې نه مني او غواړي چې په هر ټن کې ۳۰۰ ډالره ګټه ترلاسه کړي چې پنځوس سلنه کېږي. شېرزي وايي، په دې اړه د دوی پلټنې ښيي چې د ګازو واردات د مافیا په ولکه کې دي او له همدې کبله په وروستیو کې یو شمېر شرکتونه وتړل شول، خو دغو هڅو نتیجه نه ده ورکړې. د (کې. اېم. جي) او (محمود جلیل) په نومونو د ګازو واردوونکي شرکتونه چې په ترکمنستان کې یې د ګازو بې مورده قراردادونه کړي، د حکومت له خوا په تور لېست کې شامل کړای شوي او جوازونه یې لغوه شوې دي. د نفتي توکو او د ګازو د تصدۍ مشر وايي، چې د ستونزې د اساسي حل په موخه د سوداګرۍ او صنایعو وزارت یوه طرحه چمتو کړې او د روانې دوشنبې په ورځ به یې د وزیرانو شورا غونډې ته وړاندې کړي. شېرزي وویل، د یادې طرحې له مخې حکومت به د پخوا په څېر لکه د شاهي نظام پر مهال د ګازو واردات په خپل انحصار واخلي تر څو دغه ستونزه د تل لپاره هواره شي. ښاغلي شېرزي زیاته کړه، دا د دوی مسوولیت دی چې په بازار کې د نرخونو څارنه او د هر هغه چا پر وړاندې قانوني چلند وکړي، چې له ازاد بازار څخه ناسمه ګټه پورته کوي. خو خصوصي سکتور د حکومت دغه اقدام د اساسي قانون خلاف بولي او وايي چې حکومت د بازار د انحصار حق نه لري. د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی پر حکومت تور لګوي چې د ناسم مدیریت له امله په بازار کې د سون توکو بیې لوړې شوې دي. الکوزي همیانۍ ورځپاڼې ته وویل، چې د سون توکو د وارداتو په برخه کې موجوده میکانېزم شفاف نه دی او په دې فساد کې سوداګر او حکومت دواړه ښکېل دي. هغه وویل، دوی حکومت ته وړاندیز کړی و، چې د ګازو د لویو قراردادونو مدیریت وکړي او دغه مسوولیت دې خپله پر غاړه واخلي، تر څو د خپلسرو قراردادونو چې د ګازو پر بیو اغېز لري، مخنیوی وشي. دی وايي: « حکومت په بازار کې د یوه کیلو ګازو بیه ۵۵ افغانۍ ټاکلې، چې په دې بیه تاجر ته تمام شوي نه دي، سوداګر مجبور دي چې د ګازو پر ځای نور توکي وارد کړي، ځکه چې په دې کې توان کوي.» نوموړي په وروستیو څو ورځو کې چې د یوه کیلو ګازو بیه ۱۰۰ افغانۍ ته لوړه شوې، لامل یې په بازار کې د عرضې کمښت په ګوته کړ. الکوزي زیاته کړه: « که حکومت د ګازو واردات انحصار کړي دا به په حکومت کې یوه بل لوی فساد ته لاره هواره کړي، تر ټولو ښه غوره لار دا ده چې حکومت د ګازو قراردادونه مدیریت او په خپل ولکه کې واخلي.» د افغانستان اقتصادي نظام ازاد بازار دی، چې حکومت په کې د ډېرې مداخلې حق نه لري او خصوصي سکتور ته په کې ډېره ونډه ورکړل شوې ده. د همدې سیستم له مخې حکومت پر سوداګرو محدودیتونه نه شي لګولی، خو که عامه مصلحت او ګټې په خطر کې شي، حکومت کولای شي چې په بازار کې مداخله وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery