مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سلما بند راتلونکې اوونۍ ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
راپورونه وايي په ورستیو کلونو کې په هېواد کې تر ټولو ستره بنسټیزه پروژو ګټې اخیستنې ته چمتو شوې ده. رسنیو د هرات د والي له قوله ویلي چې د وږي میاشتې تر پنځلسمې نېټې به د سلما بند په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې سید فضل الله وحیدي ویلي دا د افغان حکومت یوه له سترو پروژو څخه ده چې په کارموندنه او اقتصاد کې پام وړ مرسته کولی شي. وحیدي زیاته کړې: « د وږي په ۱۵ مه به د هري رود اوبه سلما بند ته خوشې شي. د هندي انجنیرانو له پروګرام سره سم به دا اوبه د شپږو میاشتو لپاره په بند کې زېرمه شي.» د هرات والي ویلي د سلما بند په جوړېدو سره به نه یوازې د کرنیزو ځمکو د خړبولو زمینه برابره شي، بلکې ۴۲ مېګاواټه برېښنا به هم تولید کړي. وحیدي یادونه کړې چې د سلما بند جوړېدل د لوېدیځ ولایت هرات د اوسېدونکو پر اقتصاد پام وړ مثبت اغېز کولی شي. ده ویلي چې د بند په جوړېدو سره په هرات کې د برېښنا په بیه کې هم کموالی راځي. د هرات والي ویلي دا د افغان حکومت تر ټولو ستره لاسته راوړنه ده چې د ده د ماموریت پر مهال ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي. وحیدي منلې چې دغه پروژه تر اوسه له ګڼو ننګونو سره مخ وه، خو تر دې وروسته به له هېڅ راز ستونزې سره مخ نه شي. د سلما بند د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې پر هري رود جوړ شوی دی. ویل کېږي د دغه بند پر رغونه ۸۰ میلیونه ډالر لګول شوي چې د هند د حکومت له لوري ورکړل شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery