دخپریدو نیټه : 2014-08-31 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د مالیزیا هوايي شرکت ۶ زره کارکوونکي له دندو ګوښه کوي
احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
سږکال له دوو غمیزو وروسته د مالیزیا هوايي شرکت د خپل اقتصاد د بیا رغولو په موخه له دندې د ۶۰۰۰ کارکونکو د ګوښه کولو پلان نیولی دی.
د کارکونکو په شمېر کې دغه کمی د دوی د ټول بشري ځواک ۳۰ سلنه جوړوي.
د نوموړي شرکت چارې به تر دې وروسته د حکومت له خوا سمبالېږي او یو نوی اجرایوي مشر به هم ورته وګومارل شي.
څېړونکي اوس هم د اېم. ایچ ۳۷۰ الوتکې چې د مارچ میاشت کې له کوالالمپوره د بېجینګ پر لور د الوتنې پر مهال تري تم شوه، په لټه کې دي.
د دې تر څنګ، په ختیځ اوکراین کې د اېم ایچ ۱۷ الوتکې د غورځېدو د پېښې پلټنې هم راونې دي.
د اقتصاد د بیارغونې لپاره د مالیزیا هوايي شرکت نږدې دوه میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
د پانګونې حکومتي کمپنۍ خزانه ناسیونال چې مخکې یې د مالیزیا د هوايي شرکت ۶۹ سلنه ملکیت درلود، اوس به د شرکت بشپړ ملکیت تر لاسه کوي.
د نوموړې کمپنۍ مشر ازمان مختار ویلي: « موږ د مالیزیا هوايي شرکت د اقتصاد د بیا رغونې لپاره اړین ګامونه په پام کې نیولي دي. که څه هم د بریا تضمین نه شته خو د دغه شرکت بیا رغونه د مالیزیا د ملي اقتصاد د ودې لپاره خورا مهمه ده.»
د نورو پلانونو تر څنګ، د مالیزیا هوايي شرکت به تر دې وروسته د اوږده واټن الوتنې نه کوي او تمه ده چې تر ۲۰۱۸ کال پورې عادي اقتصادي حالت ته را وګرځي.