مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-31   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

په ارزګان کې پنځه پوليس ووژل سوه .

لودين

د اروزګان ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې د څلورو تنو نفوذي کسانو له لوري د پوستي د قومندان په ګډون دري تنه پوليس وژل سوي دي.
دا پېښه  تيره شپه د دې ولسوالۍ  د کشي په نوم سيمه کې  د پوليسو په يوه امنيتي پوسته کې سوي ده.
د چارچينو ولسوال محمد اسمعيل وايې  ، چې نفوذي پوليسو  د دې امنيتي پوستي قومندان تازه ګل مشهور په ډاکتر، د  هغه  ورور او يو تن بل  پوليس وژلي دي او وروسته يې د پوستي وسلي او مهمات له ځان سره  وړي دي .
ولسوال محمد اسمعيل وايې چې څلور تنه وسله وال نفوذي پوليس تښتيدلي دي او تر دي مهاله پوري دا کسان په دولت کې نه وه راجستر سوي .
د يو بل خبر خبر له مخي د دهراود ولسوالۍ په سيګزي سيمه کې نن سهار نهه بجي د پوليسو پر موټر د سړک د غاړي ماين چاودنه کړي ده.
د دهراود ولسوالۍ امنيه قومندان عبدالرازق مظلوم وايې چې چاودنه دده پر موټر سوي او پر مهال يې دوه تنه پوليس وژل سوي او څلور نور ټپيان سوي دي.
د دواړو پيښو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery