مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په سرپل کې د اوبدنې صنعت وده کړې

احمد فیصل
په سرپل کې د شال اوبدلو دودیز صنعت د پام وړ وده کړې او صنعتکاران د دغه صنعت د ودې او پرمختګ لپاره د بودجې او مناسب بازار غوښتنه کوي. شال، علچه، بستره پېچ، د بالښت پوښ، سرتوشکي، دستر خوان او نور د سرپل ولایت د خلکو مهم لاسي صنایع دي چې په کورونو کې اوبدل کېږي. علچه یو ډول رنګین ټوکر دی چې له هغه څخه د چپنې او جامو په جوړولو کې کار اخیستل کېږي. د علچې مواد د پنبې له تار څخه جوړېږي او د نقاشۍ او ښکلا لپاره له ورېښمو څخه هم په کې کار اخیستل کېږي. علچه یو ګرانه بیه صنعت دی او یو متر مربع له ۷۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې له همدې کبله لږ پېرودونکي لري. د علچې له ټوکر څخه په دستار، سیمه ییزو جامو لکه ګوپېچې او اسیا ابادي چپنو کې کار اخیستل کېږي. علچه پخوا د سرپل د مرکز اړوند په اسیا اباد کلي کې اوبدل کېده چې له همدې امله د علچه اسیاابادي په نوم مشهور شو. له علچې څخه د چپن په جوړولو کې ډېره استفاده کېږي، خو حاضر دمه د علچې اوبدنې په کارګاوو کې تر ډېره شال، بوغبند پېچ، سرتوشکي، دسترخوان او نور توکي اوبدل کېږي. یوه تن صنعتکاره بي بي ارزو چې له ۴۵ کلونو راهیسې پر دغه صنعت بوخته ده وايي، چې له نیکونو د ورپاتې لرګینو ماشینونو په واسطه دغه صنعت پر مخ وړي. هغې پژواک ته وویل: « کار مو ډېر ښه دی، یو بوغبند پېچ په یوه اونۍ کې اوبو چې پر مصارفو سربېره دوه زره افغانۍ راته پاتې کېږي.» دا سپین سرې وايي چې ډېری توکي د خپلو مشتریانو په فرمایش جوړوي او دغه شیان دسترخوان، بوغبند پېچ، سر توشکي، لاسپاک او د سندلۍ شال چې په ژمي کې د سندلۍ پر سر اچول کېږي، تشکیلوي. بي بي ارزو وايي چې د لاسي صنایعو کار ډېر سخت او ډېر زیار ته اړتیا لري او ډېر وخت هم نیسي. هغې زیاته کړه، چې د سندلۍ یو متوسط شال ۳۴۰۰ افغانۍ او یو بوغبند پېچ په څلور زره افغانۍ پلورل کېږي او د هر جنس بیه د هغه لوی والي او کیفیت ته په کتو سره فرق کوي. خو دغه مېرمن زیاتوي ډېری کورنۍ چې پر دغه صنعت پوهېږي، پیسې نه لري چې تار واخلي او همدا لامل دی چې له دې کسب څخه پاتې دي. په اسیا اباد کلي کې چې پخوا د اوبدنې صنعت ټاټوبی و، یو شمېر اوسېدونکي یې د کافي پیسو د نشتوالي امله د کرنیزو ځمکو پر خېشاوې او نورو درنو کارونو مصروف دي، یو شمېر نورې ښځې د خپلې کورنۍ له غړو سره خښتې اچوي او ان د خښتو په بټیو کې شاقه او درانه کارونه کوي. بي بي ارزو وايي که د دې صنعت د ودې لپاره کومه پروژه پلې شي، نور ډېرې ښځې حاضرې دي چې په کم مزد سره کار وکړي. هغه وايي، که دولت یا بهرني مرسته کوونکي په دې برخه کې پروژې تمویل کړي، کولای شي چې ډېرو ښځو ته روزنه ورکړي. دغه مېرمن زیاتوي چې څو کاله مخکې ښځو لاسي صنایعو ته چندانې پاملرنه نه کوله، خو اوس دغه صنعت وده کړې او د سیمې خلک آن ښاریان هم ترې استفاده کوي. د سرپل د ښځو چارو رییسه نسیمه ارزو هم وايي چې په وروستیو کې په دغه ولایت کې د شال اوبدنې صنعت وده کړې او ان د یو شمېر بهرنیانو پام یې هم ځان ته ور اړولی دی. هغه وايي چې په ۱۳۸۹ کال کې د لاسي صنایعو په برخه کې د خوړو نړیوال سازمان WFP له خوا یوه پروژه پلې شوې چې ډېر شمېر ښځې په کې مصروفې شوې. ارزو وايي چې تر اوسه د دې پروژې له لارې اتلس کورنیو دغه صنعت ته مخه کړې او له همدې لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي. نوموړې له بهرنیو او کورنیو مرسته کوونکو وغوښتل چې د دې دودیز صنعت د ودې لپاره دې پروژې عملي کړي تر څو ښځو ته د کار زمینه برابره شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery