مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

څنګه پر خپله راتلونکې فکر وکړئ؟!

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
ایا تراوسه داسې شوي، چې تاسې خپله ټوله ورځ په ښه توګه تېره کړې وي او ستاسې له طرح شوي پلان بهر نه وي؟ تر ټولو ښه خبر دادی، چې که تاسې د یوې بشپړې ورځې د استعمال تصور لری، په عمل کې هم دا کار کولای شی. خو په لومړي ګام کې تاسې باید خپل فکر بدل کړﺉ. لومړی او تر ټولو مهم څیز دادی، چې څنګه خپل کار، پېښې، چارې او وخت مدیریت کړی. جوی رایمن وايي: « وخت داسې شی نه دی، چې موږ یې وغځوو، سره را غونډ یې کړو، یا یې ګرو کړو. دا داسې یو شی دی، چې زموږ له واک او کنټرول نه بهر دی. موږ یوازې دومره کولای شو، چې پر خپل وخت او له اړتیا سره سم ترې کار واخلو.» د نن ورځې د خت مدیریت او تنظیمول د سبا ورځې یا «راتلونکې» فرصتونه برابروي. که وخت او چارې په سمه توګه مدیریت شي، عاید او پیسې پخپله لاس ته راځي. ډېر داسې خلک به مولیدلي وي، چې وايي، وخت نه لري، خو په دې ټول وخت کې بیا هم له دوی څه نه جوړیږي، یا دې ته وخت نه مومي، چې خپلې وړتیاوې و روزي او له شته وخت نه د خپل پرمختګ لپاره کار واخلي. دې ته په کار بوخت وزګار وايي. که یوڅوک په دې ونه پوهیږي، چې څه څیز مهم دی او څه وخت ترسره شي، هغوی د ځان لپاره هېڅ هم نه شي کولای. ډېر کسان په دې ویاړي، چې په مشهوره کمپنۍ کې کار کوي، په زرګونو کارکوونکي لري، ګڼې اسانتیاوې لري، شهرت یې په ټول هېواد او نړۍ کې خپور دی. حقیقت دادی، چې مهم څیز په دې کمپنۍ کې ستاسې خپل رول دی. پر دې فکر وکړﺉ، چې په دې کمپنۍ کې تاسې څه کړي؟ ستاسې رول څه دی؟ ستاسې کار څومره ارزښتناک دی؟ ستاسې د وړتیاوو او ظرفیت له امله څومره پرمختګ منځته راغلی دی؟ که دغسې محاسبه وکړﺉ، تاسې کولای شﺉ پرمختګ وکړﺉ، خو که د نورو په کار او پرمختګ ځان خوشاله کوﺉ، یوازې خپل ځان غولوﺉ. تاسې باید پر خپلو دریو حالتونو غور وکړﺉ، چې په تېر وخت کې تاسې څه وﺉ؟ اوس په کوم حالت کې ولاړ یﺉ او په راتلونکي کې به له تاسې څه جوړیږي. که چېرې یوڅوک پر دغو دریو حالتونو فکر وکړي او د خپل هدف لپاره تېر، حال او راتلونکی له وخت سره سم مدیریت کړي، خامخا به خپل هدف ته رسیږي. څوک، چې په خپل تېر کې ځان ډېر غرقوي، راتلونکی یې روښانه نه دی، ځکه پر راتلونکو پرمختګونو تمرکز یې له منځه وړي. افغانان یوازې پر دې فکر کوي، چې په تېرو زمانو کې یې امپراتورۍ درلودې، اتلان یې درلودل او ....خو په حال او راتلونکي کې د اتلولیو د رامنځته کولو فکر ترې هېر دی.دغسې وضعیت انسان په یوه ثابت حالت کې ساتي، ثابت حالت داسې وي، چې نوره نړۍ به پرمخ ځي، او دی به شاته پاتې کیږي. هر انسان راتلونکې لري. نن که په یوڅه کې پاتې شوﺉ، یا ناکامه شوﺉ، د بیا پورته کېدو کوښښ وکړﺉ. کله هم په ثابت حالت کې ځان مه پریږدﺉ، ځکه ثابت حالت خپله شاته تګ دی. د راتلونکي فکر وکړﺉ. که تاسې بې سواده یاست، وخت به در باندې تېر وي، خو زامن مو بې سواده مه پریږدﺉ، ځکه هغوی راتلونکې لري. د راتلونکې لپاره فکر وکړﺉ، چې په دې کې مو بری دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery