مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-01   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

پښتونستان څنګه شو ؟؟

سخی انتظار

 

 چه جیلخانو کښی وو بندیان هغه مشران څنګه شو؟
 هیڅ نپوهیږم چه محکوم پښتونستان څنګه شو؟
 باغوان ویده دی که احساس او جذبه اوده ده
 ویجاړ کارونه ددی ښکلی ګلستان څنګه شو؟
 ارث او وصیت مودی هیر شوی د نیکونو څله؟
 د ننګ غږونه د ښاغلی خوشحال خان څنګه شو؟
 روښانیان څه شول، مومند او ابدالیان چیری دی؟
 وحدت د کوز او بر تر منځ د لوی افغان څنګه شو؟
 یا تاثیر نشته په وینا کښی یا غوږونه نشته
 حماسی شعر او مضامین د ملنګ جان څنګه شو؟
 راته بیان کړه ((انتظاره)) کم و کیف د ټولو
 چه انتظار یي دخوږ زړګی درمان څنګه شو؟

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery