دخپریدو نیټه : 2014-09-01 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
صدیق صدیقي: په شمال کې له غیرې مسئولو وسله والو ۱۰۰۰ میله وسلې ټولې شوې
احمد فیصل
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي په شمالي ولایتونو کې یې د غیر مسئوله وسله والو د بې وسلې کولو او نیولو پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې د دغو ولایتونو د اوسېدونکو پرله پسې شکایتونه ورورسېدل.د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي د غیر مسئولو وسله والو د بې وسلې کولو او نیولو کمپاین له پروان ولایت څخه پیل او دا مهال په غور او فاریاب ولایتونو کې دوام لري.صدیقي وویل چې دا کمپاین به نورو ولایتونو ته هم وغځوي.