مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نور: د وروستیو پایلو اعلان به درغلګر رسوا کړي

احمد فیصل
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د تاکنو د تفتيش او بيا شمېرنې پروسې بشپړېدو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي او د ټاکنو د نهايي پايلو له اعلان سره به ملامت، سلامت او متقلبين څرګند شي. د ټاکنو کمېسيون وياند نورمحمد نور په پرونۍ خبري غونډه کې وويل چې د رايو د تفتيش او بيا شمېرنې بهير خپل وروستي پړاو ته رسېدلى او کمېسيون تصميم لري چې دغه پروسه ډېر ژر پاى ته ورسوي او پايلې اعلان کړي. هغه زياته کړه، چې د قوانينو له مخې د تفتيش د بهير له پاى ته رسېدو سره بايد نهايي پايلې، که يې دواړه ټاکنيزې ډلې مني يا يې نه مني، قضاوت د افغانستان خلکو ته پرېږدي، چې څوک ملامت او څوک غير ملامت دي، ځکه چې هره پيل شوې پروسه بايد يوه ورځ پاى ته ورسېږي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند وويل چې د ټاکنيزو ډلو هېڅ وړانديز او نظر نه دى پاتې چې کمېسيون دې نه وي منلى او زمينه يې دې ورته نه وي مساعده کړې. نور زياته کړه: « کله چې وروستۍ پايله اعلان شوه، نو قضاوت به ملت کوي او څرګندېږي چې تقلب چېرته دى، د چا په ګټه، چا کړى او د چا لپاره يې کړى دى.» د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند وويل چې تر اوسه د رايې ورکونې د ټولو نږدې ٢٣ زره صندوقونو له ډلې ١٩٥٧١ صندوقونه تفتيش او بيا شمېرل شوي، چې د ټولو رايو څه باندې ٨٦ سلنه جوړوي. هغه په ډاګه کړه، چې پاتې صندوقونه به په څو راتلونکو ورځو کې تفتيش شي. د بيا شمېرنې او تفتيش بهير د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ٤٨٠ کارکوونکو، د ټاکنيزو شکايتونو ٦٥ کارکوونکو، د ملګرو ملتونو د څه باندې سلو کاروپوهانو، دوه سوه ملي او ٢٠٠ نړيوالو مشاهدينو له خوا تر پوښښ لاندې نيول شوى دى. نوموړي وويل، چې د پايلو د جمع بندۍ په بهير کې د وړمې ورځې د مازديګر تر پنځو بجو د څېړل شوو صندوقونو له ډلې ١٧٤٦٥ چک لېستونه او د پايلو جدولونه کمپيوټري سيستم ته ننوتي، چې له دې ډلې ١٥٩٧٠ يې له وروستي پړاوه تېر شوي او د وروستي تصميم لپاره چمتو دي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند زياته کړه، چې د چک لېست او د پايلو نتايج چې، خپل وروستي پړاوونه يې وهلي، تر اوسه د رايې ورکونې د ١٣٠٧٦ محلونو په اړه وروستى تصميم نيول شوى او په ترڅ کې يې د ٤٥٠ صندوقونو رايې باطلې شوې ، چې څ باندې سل زره رايې کېږي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې نن به هم د يوې علني ناستې په ترڅ کې د رايې ورکونې د يو شمېر نورو مرکزونو په اړ هم نهايي تصميم ونيول شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery