مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

اوباما د اسرایلو د دښمنانو په لېست کې شامل دی

احمد فیصل
رپوټونه وايي د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اسراییلو د دښمنانو په نوملړ کې شامل کس دی. یوې امنیتي سرچینې ویلي چې ولسمشر اوباما اوسمهال هره ورځ ۳۰ ځله په مرګ ګواښل کېږي. دې سرچینې چې رسنیو یې نوم نه دی په ډاګه کړی ویلي ولسمشر اوباما ته د کېدونکو ګواښونو کچه، پخواني ولسمشر بوش ته د کېدونکو ګواښونو څلور چنده ده. د روهي وېپاڼې د رپوټ له مخې سرچینې ویلي اوباما ته کېدونکي ګواښونه ښايي ټول جدي نه وي، خو پټ پولیس بیا هم د ولسمشر د لا خوندیتوب په موخه خپلې څیړنې کوي. د سرچینې څرګنده کړې په ګواښونو کې هغه پلان هم شامل دی چې اسراییل یې د خپلو دښمنانو د له منځه وړلو لپاره کاروي او د (مرګ وړانګې ) یې بولي. دا سرچینه وايي ولسمشراوباما هم د اسرایلو د دښمنانو په نوملړ کې شامل دی. ولسمشر اوباما ته د ورپېښ ګواښ په اړه دغه څرګندونې په حال کې مطرح کېږي چې د کونکټيکېت ایالت پولیسړ یو کس چې ولسمشر اوباما ته یې د مرګ ګواښ کړی و نیولی دی. رسمي چارواکو تر اوسه په دې اړه نور مالومات نه دي خپاره کړي، خو سپینه ماڼۍ وايي : ولسمشر اوباما پر مرګ ګواښل شوی دی او له امریکايي استخباراتو او سیمه ییزو پولیسو یې غوښتنه کړې ده چې ددې سړي په نیولو او پوښتنو او ګرویږنو کې مرسته وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery