مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ناټو سلاکار: د ناټو په غونډه کې د افغان مشرتابه نه ګډون لاسته راوړنې اغېزمنوي

احمد فیصل
د ناټو سر مشريزه غونډه د افغانستان لپاره مادي او معنوي ارزښت لري او د لوړپوړي افغان پلاوي نه ګډون په کې لوى زيان دى. دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي په ډيپلوماسي او مطبوعاتي برخه کې پخواني سلاکار ډاکټر شفيق همدم له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې. ټاکل شوې د ناټو دوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه د وږي په ١٣مه د انګلستان په وېلز ښار کې پيل شي. افغانستان هم د دې غونډې يو له مهمو موضوعاتو څخه دى. شفيق همدم وايي چې د ناټو سرمشريزه غونډه د افغانستان لپاره تاريخي، معنوي او مالي ارزښت لري. هغه وويل، له ۲۰۰۴ کال راهيسې چې ناټو په افغانستان کې د عملياتو مشري پر غاړه اخيستې، دا شپږمه سرمشريزه غونډه ده چې جوړېږي. ده زياته کړه: « د وېلز غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د ناټو په مشرۍ د ايساف ماموريت پاى ته رسېږي او دا د افغانستان لپاره يو ښه چانس و چې په دې غونډه کې يې د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې، برياوې او ننګونې يې ارزولې واى.» د همدم په وينا، ناټو پلان لري تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د روزنې، مشورې او همکارۍ نوى ماموريت پيل کړي او د وېلز په غونډه کې به يې پلانونه منظوروي، نو په داسې يوه غونډه کې د افغانستان د مشرتابه شتون ډېر اړين و. د وېلز په غونډه کې د افغانستان د ولسمشر د نه ګډون په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو دغه پخواني چارواکي وويل چې په ياده غونډه کې د ناټو او ايساف هېوادونو مشران ګډون کوي نو افغانستان ته هم په کار وه چې يو منتخب مشر يا با صلاحيته استازى يې لېږلى واى. په ياده غونډه کې د بسم الله خان محمدي د ګډون په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل چې افغان استازى بايد د ټولو افغانانو او دولت په استازيتوب ګډون وکړي. ده زياته کړه: « ناټو هر کال کې د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو غونډې جوړوي او په دې غونډو کې د افغانستان د دفاع او بهرنيو چارو وزيران هم بلل کېږي او په سرمشريزو غونډو کې د حکومتونو مشران ګډون کوي.» د همدم په وينا، دا د افغانستان حکومت لپاره يو طلايي چانس و، چې تر يادې غونډې يې له ناټو او امريکا سره امنيتي تړونونه لاسليک کړي واى، څو په ياده غونډه کې يې ښې لاسته راوړنې درلودلى. دى وايي:«افغانستان بايد په ياده غونډه کې ناټو ته د دايمي غړيتوب لپاره غوښتنليک سپارلى واى، څو افغانستان د يوه پياوړي سازمان غړيتوب لپاره په راتلونکي کې د بهرنيانو له لاسوهنو او بريدونو خوندي واى.» د هغه په وينا، دا د افغانستان لپاره وروستى چانس دى چې د ناټو له مشرانو سره يې خپلې مالي اندېښنې او وړانديزونه شريک کړي واى. دى وايي، چې د ناټو د شيکاګو په غونډه کې د افغان ملي ځواکونو لپاره د څلور اعشاريه يو ميليارد ډالرو مشروطې ژمنې شوې، خو که اوس افغان حکومت امنيتي سندونه لاسليک نه کړي، نو نه يواځې دا چې يادې مرستې له ځنډ سره مخ کېداى شي، بلکې د افغان حکومت د شپږ ميليارد ډالرو د غوښتنې منل هم ناشونى دى. د يادونې ده، په ٢٠١٠ زېږديز کال د ناټو د لېزبون په سرمشريزه غونډه کې پرېکړه شوې وه، چې تر ٢٠١٤ کال تر پايه پورې به ټول امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، دغه راز په دې غونډه کې د افغانستان او ناټو تر منځ د اوږودمهاله ستراتيژيکو همکاريو تړون هم لاسليک شوى و. بيا په ۲۰۱۲ زېږديز کال کې د امريکا په شيکاګو ښار کې د ناټو په سرمشريزه غونډه کې د افغان ملي ځواکونو د مالي همکاريو تر څنګ تر ٢٠١٤ کال وروسته د ناټو د نوي ماموريت په اړه پرېکړې وشوې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery