دخپریدو نیټه : 2014-09-02 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
یان کوبیش او جېز کننګهم له دواړو نوماندانو سره کتلي
احمد فیصل
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او په کابل کې د امریکا سفیر د ولسمشر له دواړو کاندیدانو سره کتلي دي. یوناما د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وايي یان کوبیش او جېز کننګهم په دغو کتنو کې اشرف غني احمدزي او عبدالله ته د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو د رایو د تفتیش او ابطال د بهیر په اړه معلومات ورکړي دي. ویل کېږي کوبیش او د امریکا سفیر له کاندیدانو سره د ټاکنو د پایلو او پر یو شمېرو نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې کړې، خو د یومانا په خبرپاڼه کې د خبرو جزیات نه دي په ډاګه شوي. دا کتنې په داسې حال کې ترسره شوې چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي په موخه روانې خبرې بې پایلې شوې دي.