مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-03   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

موږ ته پمن دی سم

محمود نظری


 


 د دې دربدري ملامت زموږ مړ خوږی دی
 چې هر ځای یې چوغ کړی یو یو موږی دی
 سخندران هر چیري د موږي په زور غورځي
 ځکه اوس دخرو هم لکه د زمرو کرږی دی
***
په افغانستان کې:
په کوږ دولت کې کوږ واکمن دی سم
 په کوږ حکومت کې کوږ پړیسمن دی سم
 هیڅ چا تر اوسه خاین واکمن لیدلی عادل؟
 په لاروکې کوم لاروی دلته ایمن دی سم
 خاین هغه څوک دي چې عدل کول غواړي؟!
دلته هر یو خاین او هر یو بدلمن دی سم
 لیندۍ د غشی دویشتولو لپاره باید کږه سي
 غشي ویشتلوته کمان کله راستمن دي سم
 په دنیا کې هم داسې چارې سته ډیري
 بیله ځان کوږ ول اوس نه بل زمن دی سم
 ځینې وخت باید ځان یایو غړی کړو کوږ
 کله کار دکږې ګوټې تر ځان سوبمن دی سم
 دخپلي ښځې سره څوک خلوت کولای نسي
 ورته کوږ وږ کیدل د هر ځیرکمن دی سم
 دا دوران دوران د ټګي ټوري دی یارانو
 ته راو ښیه په کونه کوم یو واکمن دی سم
 اوس په سیاست کې سم سړی کله چلیږي
 ووایه وکیل قاضی وزیر که کارمن دی سم
 دا پاخه سیاست وال ټوله په کونه کاږه دي
 دواک اوپیسو لپاره په هډوکوم پمن دی سم
 ځينې وخت څوک اړ کیږي ځان کوږ کړي
 بې کاږه بل کار د تکړه خارښتمن دی سم
 وګوره دچا پښې چې کږې وي څنګه په مزه ځي
 دلته کچل او شل زموږ دپوځ ډګرمن دی سم
 ګوره داکاږه شیان په زورسره کله سمیږي
 کوږلرګی ماتیږي زور ورته زیانمن دی سم

***
په نړۍ کې:
هر هیواد اوس لری یو اساسي قانون
 په قانون کې کاږه ته نوم د اهرمن دی سم
 کوږما ر خپل غار ته کوږ ننوتلای نسي
 اساسي قانون ټولو خلکوته عزتمن دی سم
 هلته بې عقلانو ته څوک نه ورکوي واک
 دلته کوږ مغزه حیوان موږ ته عزتمن دی سم
 دټولې دنیا د خلکو مشران راسته دي
 دلته د با غیرتو خلکو مشربدلمن دی سم
 ددنیا ټینګ شیان هلته په زور سمیږي
 کوږ فولادی میل ته زور د زورمن دی سم
***
چیچړه او وازګه کله غوښه ګڼل کیدای سي
 درې واړه یو ځای پلورل کار د مومن دی سم
 دلته یې پټ د تلې په ړنده برخه کې وي ایښي
 دهغه تیرونکی قصاب موږ ته سوبمن دی سم
 یا یې زموږ قصاب هغه په کوټولوکوفته کړي
 د غوښې په بیه تیرونکی یې پاک لمن دی سم
 کافران کوي کارونه د اصیل مسلمان اوبر عکس
 سمه لاره د کافر ده ختا ایستل د مومن دی سم

 خدای دي مو ږ د کږو له مکره خلاص کړي
 دا کاږه کارونه دلته د پردو دنازمن دی سم
 خلکو د چیچړو او غوښو تو پیروکړئ!
دا ټوله مکر په هیواد کې دغل پیسمن دی سم
 موږ بسلمانان بد یو خو کافران تر موږ ښه
 مومن قصور من سم کافر راستمن دی سم

 زمن( دنده)، پیسمن( مغرور)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery