مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-06   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ټول افغان ولس ته:

حق دوست‎

 


درنو هیوادوالو زه تل پدی باور یم چی د سیاستوال موخه یواځی او یواځی واک ته رسیدل دی او دی موخی ته د رسیدو لپاره یی یواځنئ وسیله زمونږ د ځوان کهول سپېڅلی احساسات دی. زمونږ ښاغلی سیاستوال تل د هیواد ځوانانو ته غرونه غوښې او سیندونه شوروا کړی او د دوی د سپېڅلو احساساتو څخه یی ناوړه استفاده کړی ده، همدا ځوانان یی له یو بل سره بی اتفاقه کړی، یو بل ته یی چاړه او غوښه کړی، له یو بل سره یی جنګؤلی او د دوی په وینو یی ځان واک ته رسؤلی ده. واک ته له رسیدو وروسته یی بیا خپل همدا پلویان په بیلابیلو هیوادونو پلورلی او خپلی مزی او چړچی یی کړی دی. نن سبا چی کوم غوبل په سترګو وینو چی نزدی ده چی پښتون، تاجک، هزاره، اوزبک او نور ورونه توکمونه یو بل ته چاړه او غوښه کړی آیا لدی پرته بل لامل یی شته چی د سیاستوال صاحب واکمنئ ته ګواښ جوړ ده؟
 زما ګرانو خویندو او ورونو: نن چی سیاستوال تاسو مظاهرو او ګډوډیو ته رابولی پرون چی په کنړ بمونه او راکټونه اوریدل دا سیاستوال چیرته وه چی لږ تر لږه یی تاسو یوی مظاهری ته رابللی وای؟ نن چی تاسو مظاهرو او ګډوډیو ته رابولی پرون دا سیاستوال چیرته وه چی ستا د ورور جنازه، واده او نور محفلونه بمباری کیدل؟ هغه وخت دا سیاستوال چیرته وه چی ستا د ورونو د مړو جسدونه په سپیو خوړل کیدل؟ آیا زما او ستا دی ښاغلو سیاستوالو د دی ظلمونو په خلاف یو غږ اوچت کړ؟ دا چی هره ورځ ستا ورور او خور په جاسوس، اورپکی او نورو ګڼ شمیر نومونو وژل کیږی دا سیاستوال یی په خلاف کوم غږ اوچت کړی؟
 زما ګران هیوادواله: پرون چی یی د کور، کالی، ډوډئ د شعار په نوم زه او ته په یو بل وژلو همدا سیاستوال نه وه؟ پرون چی یی زما او ستا سره د حضرت عمر (رض) د خلافت د جوړولو وعدی کولی همدا سیساتوال نه وه؟ څه شو هغه د حضرت عمر (رض) د وخت خلافت او عدالت؟ آیا پرون چی د سیاستوال صاحب سورنی د کور، کالی، ډوډئ نغمه غږوله همدا زه او ته د غریب او بی وزلی ځوئ ورته نه نڅېدو؟ زنده باد زنده باد مو ورته نه وییل؟ آیا دا ښاغلئ سیاستوال او د سیاستوال ځوئ پکی ووژل شو که زه او ته غریب پکی ووژل شو؟ آیا پرون چی یی زه او ته یو دوزخ او بل جنت ته لیږلو همدا سیاستوال نه وه؟ آیا په پاکستان، هندوستان، ایران، امریکا او روسیه چی یی پلورلی یو همدا سیاستوال نده چی زه او ته ورته په زنده باد وییلو ستړی یو؟
 زما درنه هیوادواله: یاد لره چی الله پاک زه او ته پدی کلمه یو د بل ورونه کړی یو چی وایو (لا اله الا الله محمد رسول الله). هر هغه څوک چی ما او تا په سیاسی ډلو ټپلو ویشی هغه زما او ستا دوست نه دښمن ده. هر هغه څوک چی ما او تا په پښتون، تاجک، اوزبک، هزاره او نورو نومونو ویشی هغه زما او ستا دوست نه دښمن ده. هر هغه څوک چی ما او تا په شمال، جنوب، ختیځ او لویدیځ ویشی هغه زما او ستا دوست نه دښمن ده. لږ سر په ګریوان او ښه فکر وکه، همدا سیاستوال ده چی ما او تا په بیلابیلو نومونو ویشی او سره مو جنګوی. کله چی واک ته ورسید نو د ښامار په څېر مو وینی څښي، ټولی هغه ژمنی یی بیا هیری وی چی زما او ستا سره یی پخوا کړی دی. زمونږ یواځنئ وسله زمونږ یووالئ او ورورولی ده، بل کوم پوځی یا اقتصادی ځواک نلرو، یواځنئ ځواک چی مو ژغورلئ شی هغه زمونږ د هیواد د ټولو میشتو توکمونو ورورولی ده. دا هم یاد لره چی ددی ځواک تر ټولو لوی دښمن مو نزدی ټولی سیاسی ډلی ټپلی او سیاستوال دی. نو دا خبر مه هیروه چی تر کومی چی د سیاستوال سورنئ او زما او ستا نڅا وی ښه ورځ به و نه ګورو. که غواړی چی ښه ژوند او ښه آخرت دی په برخه شی نو د سیاستوال سورنی ته نڅا پریږده، پریکنده ځواب ورکه، نه ورته ووایه، ژبه یی ګونګه که. که زه او ته ورسره نه یو نو دا ټول ښاغلی ساستوال مو زما او ستا په څېر عادی وګړی دی چی هیڅ یی هم له لاسه نه کیږی.
درنه هیوادواله: دا ټکئ مه هیروه چی له کله نه چی زما او ستا هیواد سیاسی شوی، سیاسی ډلو ټپلو ته سپارل شوی، سیاسی ډلی ټپلی پری واکمنی شوی نو زه او ته په بده ورځ اخته یو، په یو او بل نوم وژل شوی یو، بی کوره شوی یو، کډوال شوی یو، په بیلابیو بهرنیو هیوادونو پلورل شوی یو. نو یواځنئ لار همدا ده چی سیاستوال ته نه ووایو او ورته ووایو چی معاف مو کړه مونږ اصلا ستا خبرو اوریدو ته وخت نلرو. دا سورنئ دی هغه هیواد ته یوسه له کوم هیواد نه چی دی راوړئ ده. نور مونږ په یوه او بله سیاسی ډله مه ویشه، نور مونږ د تاجک، پښتون، هزاره، اوزبک په نومونو مه وېشه، نور مونږ په شمال، جنوب، ختیځ او لویدیځ مه ویشه. مونږ ټول مسلمانان یو، ټول ورونه یو، ټول د یو هیواد اوسیدونکی یو، دردونه مو یو دی، ستونزی مو یو دی، خوښئ مو یو دی. که په شمال کی افغان وژل کیږی هم زما ورور ده، که په جنوب، ختیځ او لویدیځ کی وژل کیږی هم زما ورور ده، زما د بدن غړئ ده، زما ځان ده، زما زړه ده، زما سر او سترګی ده. بس ده نور دا ملت مه ټوټه ټوټه کوه او ددوی په وینو او غوښو سوداګری او مزی چړچی دی بس دی، بس ده نور به موړ یی که نه نو د بیابان په خاورو موړ شی.
درنه هیواد واله: لږ ښه فکر وکه، که سیاستوال وشمېرو ښایی د ټولو شمیر له سل یا دوه سوه ډېر نه وی مګر همدا سل یا دوه سوه وګړی دا ولس چی د یو بدن غړی دی پخپلو کی سره جنګوی او پخپله مزی چړچی کوی. ددی په ځای چی په خپلو کی سره جګړی کوو، پخپلو کی یو بل وژنو، د خپل بدن غړی پریکوو راځئ دا سل یا دوه سوه سیاستوال ګونګ کړو، د دوی خبرو ته غوږ ونه نیسو او که نه یی منی نو هغه هیوادونو ته یی وشړو چی د کومو هیوادونو په اشاره مونږ په یوبل وژنی او واک ته د رسیدو په وخت مو پلوری. زه په ټولو هیوادوالو غږ کووم چی یوبل ته لاسونه ورکړی، سره یو موټئ شی او سیاستوال ګونګ کړی او که نه ګونګیږی نو له هیواد نه یی وشړی او خپل ورونه توکمونه پخپلو کی ورونه کړی.
دا ټکئ هم مه هېروئ چی د نوری نړئ سیاستوال زما او ستا له سیاستوال سره لوئ توپیر لری، د نوری نړئ سیاستوال د خپل ولس د خیر ښېګڼې لپاره کار کوی او زما اوستا سیاستوال د نورو هیوادونو د خیر ښېګڼې لپاره، د نوری نړئ سیاستوال نور هیوادونه نیسی مګر زما او ستا سیاستوال د نورو هیوادونو د غلامئ پړئ په غاړه ګرځوی، خپل ولس، خپل کلتور، خپل هیواد او د خپل هیواد ګټې د خپلی واکمنئ په بدل کی په نورو هیوادونو پلوری. یوځل بیا دا خبره کووم چی تر کومی چی دا سیاست او سیاستوال وی، تر کومی چی ددی سیاستوالو سورنئ او زمونږ نڅا وی نو دا ولس ښه ورځ نشی لیدلئ. ددی په ځای چی مونږ د سیاستوال په خوله خپله اسلامی ورورولی او ملی یووالئ ته زیان رسوو نو پدی هیواد کی به جګړی روانی وی زه او ته بی وزله به پکی وژل کیږو او دوی به خپلی مزی چړچی کوی. هیوادوالو راځی همدا اوس روان وضعیت وګورئ زما او ستا سیاستوال خپلی کورنئ او خپل ځان ته سر په دنیا جنت جوړ کړئ، څه چی غواړی ورته په کور کی شته مګر ما او تا یو په بل وژنی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery