مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ټاکنو الم نشرح

محمود نظری

 

 

 اندمه او بدکو کندهارۍ دوې مسلۍ وې
 د اندمه پکه وه رغچینه يي په سر کوله، ښځو به محفلو ته راغو ښتې، هغو به سندرې ورته ویلې
 دهغو یوه مشهور سندره د الم نشره وه چې سر یې یوې اواخیر یې بلې کوئ ،
 الم نشره د هلک له زیږیدو وروسته ویل کیده:

نشرح مو حقاني جوړه کړه
 بلبلانو امین کې
 مؤمینانو امین کې
 سبحان من یراني
***
اې د هلک پلاره
 راواچوه کلداره
 کلداره تبکی داره
 سبحان من یراني
***
اې د هلک موري
 سرغوړ که سترګې توري
 دا یوڼي درته ګوري
 سبحان من یراني
***
زوی چي پیدا کیږي
 د پلار نوم پریادیږي
 خدای دی درکړي یو لا بل. په دشمن وکړه غول
 سبحان من یراني
***
پر سرتاغ باندې چاینکه
 د سپينو روپو ډکه
 په لمن کې يې راچپه که
 سبحان من یراني
***
په دې سرای کې یو کارغه دی
 ددې هلک نیکه دی
 د سرې غرمی بیده دی
 سبحان من یراني
***
په دې سرای کې یوه منا ده
 ددې هلک انا ده
 غړکه یې تر ملا ده
 سبحان من یراني
***
په دې کور کې یوه پشې ده
 ددې هلک مامي ده
 په غاړه يي کیلي ده
 سبحان من یراني
***
په کور کې یوه خاده ده
 ددې هلک خاله ده
 په غاړه يي زنګوله ده
 تر سرې غرمي تمبه ده
 سبحان من یراني
***
اوسکې راغلې ټندې
 ملایانو وکړې لڼدې
 اوس پر موږوهي ملنډې
 سبحان من یراني
***
الله ومصلي
 راټولي که سپین سري
 په ټک وهه کمبلې
 سبحان من یراني

***
دنن ورځي دټاکنو الم نشرح داندمې اوبدکو د نشرحي په پارودي

 ناکامه سوي ډیموکراسي حقاني ده
 افغانانو امین کئ
 امریکایانو امین کئ
 سبحان من یراني
***
اې د یموکراسي پلاره
 ر ا واچوه ډالر سرداره
 ډالر مزه داره
 سبحان من یراني
***
اې د د یموکراسي موري
 دا رایې کړه را ټولي
 ټاکنو ته دي دنیا ګوري
 سبحان من یراني
***
دډیموکراسي زوی چې پیدا کیږي
 د پلار نوم پریادیږي
 بیاټاکنې وکړه یو وار بل په دشمن وکړه غول
 سبحان من یراني
***
امریکا ده زموږ چاینکه
 دخړوډالرو ډکه
 په لمن یې راچپه که
 سبحان من یراني
***
داصلاحاتو په ډله کې یوه پشي ده
 د دیموکراسي مامي ده
 دکیري سره یې یاري ده
 سبحان من یراني
***
په تحول ډله کې یو کارغه دی
 وایي د تفکر نیکه دی
 د سرې غرمې بیده دی
 سبحان من یراني
***
په ارګ کې یوه منا ده
 پر هغه ناسته بلا ده
 تړلې یې د وطن خرابیدوته ملا ده
 سبحان من یراني
***
دملل متحد راغي استازي
 په ټاکنو یې وکړې متیازي
 خلک ختاباسي مازي
 سبحان من یراني
***
د ټاکنو دسړک په سر یوه خاده ده
 داصلاحاتو د ډلې خاله ده
 هرګړی یې د نارنجي کړو ناره ده
 سبحان من یراني
***
موږ ته را پیښه عجبه کیسه ده
 دټاکنو مو داپایله ده
 جوړه غلو ته میلمه ده
 سبحان من یراني
***
اوس ډیموکراسۍ ته ټینګ سه
 د وړونکي زارۍ ته ټینګ سه
 دبایلونکی بادوپسکۍ ته ټینګ سه
 سبحان من یراني
***
پيلیزه یې خونداره ده
 منځ یې بویداره ده
 اخیره یې مرداره ده
 سبحان من یراني
***
الله ومصلی
 راټول کړه نظار او ګیلم جمعي
 په ټک وهئ کمبلې
 سبحان من یراني

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery