مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

حوره سپېڅلې

نن مې روژه وه ما له خدایه بس یو څه وغوښتل
دا هغه څه وو چې مې ټول عمر له زړه وغوښتل


یوازې ته وې او ستا مینه مې له خدایه غوښته
قسم په خدای که بې له تانه مې بل څه وغوښتل


د قسم حق راباندې نلرې خو زه قسم خورم
د خپل ارمان پوره کیدل مې په لمانځه وغوښتل


زما دعا د روژه ماتي وه، په پټه ستا غوښتل له خدایه
دا هغه څه وو چې هم ما او هم هغه وغوښتل


ته هم جوړه لاسونه پورته کړه امین ووایه
ما حورې تل د دې وطن دښمنان مړه وغوښتل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery