مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

په هلمندکي د(اختطاف) يا سړي تښتونکوپيښي ډيري سوي

هلمندمدني ټولنه

له تيرودوو مياشتو راهيسي دهلمند ولايت په مرکزلښکرګاه ښاراو شاوخواسيمو سربيره دددي ولايت په يوشميرولسواليو کي د سړي تښتوونکي پيښي ډيري سوي دي
اختطاف يا سړي تښتونه پدي ولايت کي يوه ستره ستونزه بلل سوي چي ددي ولايت اوسيدونکويي لوي علت بيکاري ښوولي ده
سړي تښتونکي اکثره دخپلوانو له کورنيو نه د پيسو غوښتنه کوي او له هغوي نه د زرګونو امريکايي ډالرو ترڅنګ د افغانيو او يا هم پاکستانيو کلدارلسګونه لکه يادوي چي کورنې يي د ورکړي توان نلري
له تيرو دوو مياشتو راهيسي پدي ولايت کي ۱۲ پيښي ددي ولايت دمدني ټولني او بشرحقونو خپلواک کميسون سره ثبت سوي او پدي اړه له امنيتي چارواکو سره هم خبري اتري ترسره سوي دي
دهلمندمدني ټولني پدي هکله له افغان دولت لوړپوړو ولايتي چارواکو سره دخلګو ستونزي شريکي کړي او له هغويو نه يي غوښتنه کړي چي پدي برخه کي دي جدي همکاري وکړي ترڅو پدي مخ کي پرتي ستونزي لري سي
هلمندمدني ټولنه له ولايتي اداري ،امنيتي ځواکونو او استخباراتي چارواکو نه غوښتنه کوي چي د سړي تښتوونکو مخه دي ونيسي او نيول سوي کسان دي دقانون منګولو ته وسپارل سي ترڅو له هغويو سره د قانوني چلند ترڅنګ سخته سزا ورکړل سي.
اختطاف کوونکي اکثره ماشومان ،ددولتي او غيري دولتي موسيساتوکارکوونکي د تښتوني لپاره په نښه کوي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery