مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-14   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

په غزني کې دنښتو په ترڅ کې لسګونه طالبان وژل سوي دي

د غزني چارواکي خبر ورکوي چې په دغه ولايت کې د سرتېرو او طالب وسله والو تر منځ په نښتو کې تر څلوېښت تنو زيات طالب وسله وال وژل سوي دي. په قره باغ کې د سيمه‌ييزو پوليسو قومندان اعظم خان وايي، سلګونو وسله والو د ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې په يوه وخت د سرتېرو پر پوستو بريدونه وکړل، خو وايي، دوی ته وار له مخه راپور رسېدلی وو او په تاکتيکي توګه يې له خپلو پخوانيو پوستو لېرې مورچې نيولې وې. دی وايي، په قره باغ کې د وسله والو او سرتېرو تر منځ جګړې يوه ورځ او دوه شپې دوام وکړ او نن سهار د څلوېښتو تنو وسله والو په وژل کېدو پای ته ورسېده. د محمد اعظم خان په خبره، په دې سربېره، په جګړه کې اوولس تنه وسله وال ژوندي ژاڼي ورک دي او د ټپيانو کره شمېره يې لا تر اوسه نه ده مالومه. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،چې په نښته کې دری سیمه یز پولیس او د دوی دوه ملګري وژل سوي دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery