دخپریدو نیټه : 2014-09-14 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
د میدان وردګو ولایت په سیداباد،چک او دایمیرداد ولسوالیو کې تېره ورخ د
بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۵ وسله وال
مخالفینو،یو پولیس او دوه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د چک ولسوالۍ په لنګر سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د
وسله والو مخالفینو یو لوړ پوړی قوماندان مولوی ولی الله د خپلو درې
ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی .
همدا راز د سیداباد ولسوالۍ په ازادخیلو سیمه کې امنیتي ځواکونو عملیات
ترسره کړي،چې په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو یو قوماندان عبدالله ووژل
شو او د هغه ملګری بسم الله ژوندی نیول شوی دی .
د یو بل خبر له مخې په دایمیرداد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله
والو مخالفینو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې یو پولیس ټپي شوی.
د یادې نښتې په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو په ډزو کې یو ۴۰ کلن ملکي
وګړی شهید شوی او د هغه ۸ کلن زوی ټپي شوی دی .