مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-15   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

په کندهار پوهنتون کي د کمپيوټر ساينس پوهنځى پرانيستل سو

لودين


نن دوشنبه کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د پټۍ په پرېکولو سره د کمپيوټر ساينس  د دې پوهنځي پرانيستنه وکړه.
کندهار والي  ووايل ،  چي په دې پوهنځي کي به د نورو فاکولتو په څېر د افغانستان له هر ولايت څخه محصلين زده کړي کوي. ښاغلي ويسا وويل: "د دې پوهنتون له تاسيس سره به مي تل دا امېد درلود چي زموږ پوهنتونونه د نوري نړۍ د پوهنتونو غوندي ډېر محصلين ولري او له نړيوالو پوهنتونونو سره وصل سي، هغه خوب او امېد مي ورځ په ورځ رښتيا کيږي. موږ د دې پوهنتون د تاسيس پر مهال ١٣ محصلين درلودل، خو نن دا دى دا پوهنتون شاوخوا لس زره محصلين لري."
کندهار والي داراز له ټولو محصلينو څخه وغوښتل چي په پوهنتون کي له سياسي فعاليتونو لاس واخلي. هغه زياته کړه، لکه څنګه چي پوهنتون يو علمي ډګر دى، بايد تل يې علميت ته توجه وسي، نه دا چي سياسي ډګر وګرځول سي. هغه وويل، هر انسان ځان ته بېله ايډيالوژي او مفکوره لري، هر څوک د دې مفکورې د اظهار حق لري، خو پوهنتون بايد يوازي او يوازي د علم مرکز وګرځول سي.
د کندهار پوهنتون رئيس حضرت ميرتوتاخېل وويل، په کمپيوتر ساينس فاکولته کي د زده کړي لپاره تر دې مهال ١١٢ کسانو نومونه ثبت کړي دي. هغه داراز زياته کړه چي دا پوهنځى له درې ډيپارټمينټونو څخه جوړ دى او يو لابراتوار هم لري، چي تر اوسه يې پنځه استادان استخدام او ټاکلي دي.
 د نوموړي په خبره چي د دې پوهنځي درو استادانو په جرمني کي ماسټري کړې، يو له هند څخه فارغ او بل د ننګرهار له پوهنتون څخه فارغ دى. توتاخېل هيله وښوده چي ډېر ژر به پنځه نور استادان هم استخدام کړي.
کندهار پوهنتون دا مهال لس نوري پوهنخي هم لري ، چي په بيلابيلو برخو کې شبږ زره محصلين زده کړي پکښي کوي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery