دخپریدو نیټه : 2014-09-15 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
دپغمان په پیښه کې ښکېل ۵کسه په اعدام او ۲نور په اوږده بند محکوم شول .
سید جلالزی
استناف محکمې په پغمان کې د غلا او جنسي تېري په پېښه کې د ښکېلو کسانو له ډلې پنځو تنو ته د اعدام او دوه نورو ته د اوږده حبس سزا واوروله.
دغه کسان تېره اونۍ په ابتدایه محکمه کې هم د اعدام پر سزا محکوم شوي وو، خو مدافع وکیل یې د استناف غوښتنه وکړه.
تر یوې اونۍ ځنډ وروسته د یادو مجرمینو استناف محکمه نن په علني ډول پیل شوه او د موظف څارنوال له خوا د دعوا تر اورېدو وروسته قضايي پلاوي نظر محمد، عزیزالله، حبیب الله، سمېع الله او قیس الله د اعدام پر سزا او صفی الله او جمیل یې پر شل کاله بند محکوم کړل.