دخپریدو نیټه : 2014-09-15 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
د څمکنیو د ولسوال مړی وموندل شو
سید سلام
چارواکي وايي، چې د پکتيا ولايت د څمکنيو د تښتول شوي ولسوال مړى موندل شوى دى.
ولسوال انجنير صالح محمد احساس د تېرې جمعې په ورځ د څمکنيو ولسوالۍ پر لويه لاره له يوه موټرچلوونکي سره د وسله والو له خوا تښتول شوى و.
خو د دې ولايت د والي مرستيال عبدالولي سهي وويل، چې نن غرمه د ولسوال او د موټر چلوونکي مړي يې د پکتيا د سيدکرم ولسوالۍ د کارېز په سيمه کې موندل شوي دي.
ده زياته کړه، ولسوال صالح محمد د وسله والو طالبانو له لوري تښتول شوى و او هغوى وژلى هم دى