په میدان وردګو ولایت کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۱ وسله والو طالبانو، درې د ملي اردو سرتېرو او یو ملکي وګړي ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د امنیتي ارګانونو د معلوماتو له مخې،دغه مرګ ژوبله د تېرې شپې په ترڅ کې په چک،جغتو،سیداباد او دایمیرداد ولسوالیو کې رامنځته شوې ده .
د چک ولسوالۍ په دوران خیلو او لنګرخیلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان،حزب الله چې مشهور په دادل دی وژل شوی او د یو بل قوماندان په ګډون څلور وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.
د دغه نښتې په ترڅ کې د ملي اردو یو سرتېری هم شهید شوی او د یو ملکي وګړي په ګډون درې نور سرتېرې ټپیان شوي دي .
د جغتو په اخترخیلو،د سیداباد په مشنګ قلعه او د دایمیرداد ولسوالۍ په احمدخیلو سیمو کې امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
همدا راز د دغه عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو میل دهشکه او یوه اندازه نور مهمات هم د امنیتي ځواکونو لخوا لمنځه وړل شوي دي .