دخپریدو نیټه : 2014-09-17 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
په مزارشریف ښار کې یوه ژورنالیسته په رڼا ورځ ووژل شوه
سید سلام
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يوه ژورنالېسته په رڼا ورځ په خپل کور کې وژل شوې ده.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرازق قادري وايي دا پېښه پرون له غرمې وروسته د مزارشريف ښار د درېيمې حوزې اړوند روضې ته په نږدې سیمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، پلوشه توخي چې له بيان شمال راډيو سره يې کار کاوه، د يوه ناپېژاند کس له خوا په خپل کور کې د چاقو په ګوزارونو وژل شوې ده.
قادري وايي چې بريد کوونکى تښتېدلى او پوليس يې په لټه وتلي دي.
په بلخ کې د بيان شمال راډيو مسئول حفيظ مجيدي د پېښې د پخلي تر څنګ ویلي چې پلوشې له تېرو شپږو کلونو راهيسې له دوى سره کار کاوه.