مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-18   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

کرزی:امریکا دي د ټاکنوپه بهیرکې دافغانستان په خیر کار وکړي

سید سلام
ولسمشر کرزي له امریکا غوښتنه کړې چې د ټاکنو په بهیر کې د افغانستان په خیر رول ولوبوي. ولسمشر د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي او په کال کې د امریکا له سفیر سره په کتنه کې ویلي له دې له پيل راهيسې د ولسمشريزو ټاکنو په بهير کې فعاله ونډه لرلې ده، نو ايجابوي چې په بريالۍ توګه د دغه بهير په بشپړېدو کې د افغانستان په خير کار وکړي. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر کرزي له قوله ویل شوي چې افغانستان بايد د بهرنيو هېوادونو د رقابت ډګر ونه اوسي او لازمه ده، چې د امريکا متحده ايالتونه د افغانستان د اوضاع په اړه له نورو هېوادونو سره د تفاهم فضا ولټوي. په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې امريکايي ديپلوماتانو ولسمشر حامد کرزي ته د ولسمشريزو ټاکنو بهير د وروستيو پرمختګونو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړي دي. ولسمشر کرزي ويلي، چې د افغانستان د ټاکنو بهير له حده ډېر اوږد شوى او د افغانستان خلک يې په ډېر اندېښمن کړي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery