مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-18   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

افغان ولس مشر : امريکا دې د ټاکنيز بهير په بشپړېدو کې د افغانستان په خير کار وکړي

لودين

خبرپاڼه کې د ولسمشر حامد کرزى په حواله ويل شوي، افغانستان بايد د بهرنيو هېوادونو د رقابت ډګر ونه اوسي او لازمه ده، چې د امريکا متحده ايالتونه د افغانستان د اوضاع په اړه له نورو هېوادونو سره د تفاهم فضا ولټوي.

 ولسمشر حامد کرزى وايي، دا چې متحده ايالتونه له پيل راهيسې د ولسمشريزو ټاکنو په بهير کې فعاله ونډه لرلې ده، نو ايجابوي چې په بريالۍ توګه د دې بهير په بشپړېدو کې د افغانستان په خير کار وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې کرزي دغه څرګندونې نن (د وږي ٢٦مه) د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو له ځانګړي استازي دانيل فلدمن او په کابل کې د دې هېواد له سفير جيمز کنينګهم سره په کتنه کې کړې دي.

خبرپاڼه کې د ولسمشر حامد کرزى په حواله ويل شوي، افغانستان بايد د بهرنيو هېوادونو د رقابت ډګر ونه اوسي او لازمه ده، چې د امريکا متحده ايالتونه د افغانستان د اوضاع په اړه له نورو هېوادونو سره د تفاهم فضا ولټوي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې امريکايي ديپلوماتانو ولسمشر حامد کرزي ته د ولسمشريزو ټاکنو  بهير د وروستيو پرمختګونو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړي دي.

ولسمشر ويلي: "د امريکا متحده ايالتونه په دې دليل چې له پيل راهيسې د جمهوري رياست د انتخاباتو په بهير کې فعاله ونډه لرلې ده، دا ايجابوي چې د دغې پروسې په بريالۍ توګه د پای ته رسولو په برخه کې د افغانستان په خير کار وکړي."

خو ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه نور جزييات نه دي ورکړي او نه يې تردې مهاله د افغانستان د ټاکنو د لانجې په غوڅولو کې د امريکا د هڅو د څرنګوالي په اړه څه ويلي دي.

ولسمشر کرزي ويلي، چې د افغانستان د ټاکنو بهير له حده وتلى اوږده شوى دى او د افغانستان خلک يې په ډېرې اندېښنې سره تعقيبوي.

د هغه په وينا، د افغانستان خلک غواړي چې دغه بهير ژر تر ژره بشپړ شي، ترڅو نوى ولسمشر او د هېواد راتلونکى حکومت خپل کار ژر پيل کړي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery