مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-19   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

پکتیکا کې لسګونه طالبان وژل شوي دي .

سید سلام
د پکتيکا ولايت چارواکي ادعا کوي، چې ددې ولايت په نکه ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال لسګونه طالب وسله وال يې وژلي دي. په پکتيکا کې د کومانډو ځواکونو وياند احمد جاوېد سليم وايي ، چې تېره شپه افغان کومانډو ځواکونو په نکه کې د طالب وسله والو پر پټنځاى عمليات ترسره کړي دي. دده په خبره ، په دې ځمکنيو او هوايي عملياتو کې تر ديرشو ډير طالب وسله وال وژل شوي ، چې ډيرى يې پاکستانيان دي او مړي يې هم په سيمه کې پراته دي. دده په خبره ، چې په نکه کې د طالبانو دغه ډير مهم پټنځاى و ، چې له دې ځايه يې په نورو ولايتونو لکه خوست ، غزني او پکتيا کې عمليات پلان کول او ځانمرکي به يې ورته تنظيمول . د سليم په وينا، چې په دې عملياتو کې ددوى سرتېرو او عامو وګړيو ته زيان نه دى اوښتى او له وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم ددوى لاس ته ورغلي دي. خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دې عملياتو کې د خپلو دوو ملګرو د وژل کېدو پخلى کوي او وايي چې په يادو عملياتو کې اته عام وګړي هم وژل شوي دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery