دخپریدو نیټه : 2014-09-19 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
بریتانیا له افغانستان سره د کال سل میلیونه ډالره مرسته کوي
سید سلام
په امنيت شورا کې د بريتانيا استازي وايي چې؛ هېواد به يي د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو د ملاتړ لپاره تر راتلونکو درو کلونو پورې د کال ترسل میليون ډالره زياته مرسته وکړي.د بريتانيا سفير لايل ګرانټ د افغانستان په اړه د امنيت شورا درې مياشتنۍ غونډې ته پرون وويل چې؛ بريتانيايي پوځيان به له خپلو نړېوالو متحدانو سره د افغانستان د پوځي اکاډيمۍ له لارې د افغان ځواکونو روزنې ته هم دوام ورکړي.ده دا هم وويل چې؛ اوس په ټول افغانستان کې په سلوکې ۹۹ عمليات افغان امنيتي ځواکونه کوي او ورځ په ورځ يې فعاليتونه اغېزمن کېږي.