مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-19   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

دملي وحدت حکومت په اړه دکاندیدانو په خبرو کې پرمختګونه شوي دي

سید سلام
د ولسمشرۍ کانديدانو د ملي وحدت حکومت د رامنځته کېدو په خبرو کې له مهمو پرمختګونو څخه خبر ورکړ . دغه څرګندونې د ولسمشر ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې شوې دي. د سرچینې په وینا ، د ولسمشرۍ کانديدانو ډاکتر اشرف غني احمدزي اوعبدالله عبدالله سره د جهادي رهبرانو او د دولت د درې ګونو قواوو د مشرانو غونډه، د ولسمشرکرزي او د ده مرستيالانو په حضورکې نن له غرمې مخکې د دلګشا په ماڼۍ کې جوړه شوه. د غونډې برخه والو په يادو مواردوکې د مهمو پرمختګونو له امله خوښي څرګنده او د ولسمشرۍ له کانديدانو يې وغوښتل چې ډير ژر نهايي نتيجې ته و رسيږي او له موضوع څخه د افغانستان خلک خبر کړي. ولسمشر کرزي له يادو پرمختګونو څخه خوښي څرګنده او هيله يې وکړه ، چې زموږ د هېواد د مشرانو په حضورکې د دغو موافقو متن ډير ژر تسجيل شي. د دغې غونډې په پای کې د تحليف د مراسمو د څرنګوالي په اړه هم خبرې وشوې .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery