مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-19   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

سعادت:د ټاکنوخپلواک کمیسیون د شکایتونواورېدوکمیسیون پریکړه نه ده منلې

سید سلام
د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسيون مشر وايي ، چې د ټاکنو کمېسيون د اعتراض له حقه په ګټې اخېستنې سره ددوى پرېکړه نه ده منلې . دغه څرګندونې د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسيون مشر ستار سعادت په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي . هغه زياته کړې: ((د ټاکنو کمېسيون د اعتراض له حقه په ګټې اخېستنې سره ، زموږ پرېکړه د ټاکنو قانون ۵۹ مې مادې د حکم په رڼا کې نه ده منلې. د قانون د حکم له مخې، د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون کولای شي، دا اعتراض ومني او يا يې په پخو دلايلو رد کړي (په خپلې پرېکړې تاکيد وکړي.) ده ويلي ، چې د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون به د همدې ورځې تر پايه په خپله پرېکړه د قانوني او پخو دلايلو په مټ تاکيد وکړي او د ټاکنو کمېسيون ته به يې واستوي . خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړى محمد عزيز بختياري وايي ، چې د شکايتونو د کمېسيون پرېکړه يې د رايو د ١١٨محلونو د ابطال په اړه د ځانګړو دلايلو د نه شتون له امله رد کړې ده . ده وويل، چې د ١١٨محلونو د رايو د ابطال دلايل لا نه دي مشخص نو کېداى شي چې په همدې موخه سبا د رايو پايلې اعلان نه شي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery