مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-19   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

غزنی : ترافيکي پيښي ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله واړول .

لودين

د کابل ـ غزني پر لویه لاره د ترافیکې پېښې له امله ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د میدان وردګو ولايت چارواکي وایي ، چې د کابل ـ عزني پر لویه لاره د میدان وردګو   د نرخ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د کرولا او ۳۰۳ ډوله موټرو د ټکر له امله ۱۷ تنه مړه او  ۳۵ نور ټپیان شوي دي .
دغه پېښه تېر ماښام نږدې ۶ بجې د نرخ ولسوالۍ اړوند د بادام په سیمه کې رامنځته سوې ده.
۳۰۳دميوند بس ترانسپورټ اړوند ۳۰۳ ډوله موټر له غزني څخه کابل او کرولا ډوله موټر له کابل څخه غزني ته پر لاره وو،چې په یاده سیمه کې يې سره ټکر وکړ.
د دغې پېښې له امله په کرولا ډوله موټر کې ناست شپږ تنه،چې دوه یې مېرمنې وې،ټولو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د معلوماتو له مخې،له ۳۰۳ ډوله موټر څخه هم ۱۱ تنه سپرلیو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ نور ټپيان دي .
د والي ویاند وایي ، د پېښې ټپیان،چې زياتره یې کابل ته لېږدول شوي ،د ۲۰ تنو روغتیایي حالت هم د اندېښنې وړ ښودل شوى .
د نوموړی په وینا، یاده پېښه،چې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې،له پېښې وروسته د ۳۰۳ ډوله موټرچلوونکی هم په تېښته بریالی شوی دی.
دوه ورځې مخکې هم د کابل ـ غزني پر لویه لاره د نرخ ولسوالۍ اړوند د دوو ټیلر موټرو د ټکر له امله د دواړو موټرو چلوونکي وژل شوي وو.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery