دخپریدو نیټه : 2014-09-20 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
طالبانو په کونړکې دوه زده کوونکي دجاسوسۍ په تور ووژل
سید سلام
له کونړه را رسیدلي راپورونه وایي ، وسله والو په دې ولايت کې دوه زده کوونکي د جاسوسۍ په تور وژلي دي.
د کونړ د امنيې قوماندانۍ مرستيال سمونوال عبدالقادر اميد وويل چې وسله والو طالبانو ياد زده کوونکي پنځه ورځې مخکې له ناړۍ ولسوالۍ څخه تښتولي وو.
هغه زياته کړه چې ياد دوه تنه د دوولسم ټولګي زده کوونکي وو او پر دې تور يې نيولي وو چې ګواکې اېتلافي ځواکونو ته جاسوسي کوي.
اميد وويل چې وسله والو مخالفينو ياد زده کوونکي تېره شپه د ناړۍ ولسوالۍ په يوه غرنيزه سيمه کې وژلي دي.
د کونړ د پوهنې رياست مرستيال عبدالقهار اخوندزاده د پېښې د پخلي تر څنګ وويل چې دا زده کوونکي د ناړۍ ولسوالۍ د ساو لېسې د دوولسم ټولګي زده کوونکي وو.