مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د پکتیا جلغوزي په غیر مسلکي ډول راټولېږي

احمدفیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
په پکتیا کې د جغلوزیو د حاصلاتو راټولول په غیر مسلکي ډول ترسره کېږي چې دغه کار د حاصلاتو د ضایع کېدو سبب کېږي. د پکتیا ولایت اوسېدونکي له ونو د جلغوزو د راټولولو په وخت کې لور پر یوې اوږدې لکڼې تړي او د هغه په واسطه د جلغوزیو غوټي پرې کوي. د څمکنیو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی عبدالولي وايي، سره له دې چې په دې ولایت کې د جلغوزیو ونې پرېمانه دي خو د ساتنې لپاره یې هېڅ کار نه دی شوی. پکتیا یو غرنی او د طبیعي ځنګلونو لرونکی ولایت دی چې ډېری ځنګلونه یې د جلغوزیو او نښترو ونې لري. عبدالولي سلام وطندار راډیو ته ویلي: « که دولت په دې ولایت کې خلکو ته د جلغوزیو مسلکي راټولونې په برخه کې روزنیز پروګرامونه جوړ کړي، دا به یوازې د جلغوزیو د ځنګلونو د ساتنې لامل شي بلکې د خلکو د اقتصاد په ښه کېدو کې به هم مرسته وکړي» د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي، چې د جلغوزیو د حاصلاتو غیر مسلکي راټولونه د ونو د وچېدو سبب کېږي. له ونو څخه د جلغوزیو راټولول د تلې په میاشت کې پیل او تر مرغومي پورې دوام کوي چې تر ټولولو وروسته یې غوټي د وچولو لپاره څو ورځې لمر ته ایښودل کېږي. په پکتیا کې د جلغوزیو یو شمېر صادروونکي شکایت کوي چې په افغانستان کې ددغه محصول د خرڅلاو لپاره ښه بازارونه نه شته. یو تن سوداګر وايي: « زه د جلغوزو کاروبار کوم، له افغانستانه یې بهر ته صادروم، په افغانستان کې د دې مېوې د خرڅلاو لپاره ښه مارکېټ نه شته، مجبوره یو پاکستان ته یې یوسو او هلته یې رانه په ارزانه بیه اخلي.» د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، چې افغانستان تېر کال د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت بهر ته وچې مېوه، چې جلغوزي هم په کې شامل وو، صادره کړې ده. خو نوموړی زیاتوي چې پاکستان له افغانستانه وچه مېوه قاچاق کوي او تر پروسس او بسته بندۍ وروسته یې نړیوالو مارکېټونو ته په خپل نوم صادروي. د پکتیا د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو امر محمد نبي وايي، چې په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات په دودیزه بڼه راټولېږي. د هغه په وینا، له مسلکي اړخه باید ونې ته زینه کښودل شي او بیا د لور، قیچي یا چړې په وسیله غوټي له ښاخونو پرې شي، چې په دې صورت کې نه ونې ته زیان رسېږي او نه هم حاصل ته. خو د پکتیا د کرنې رییس ذبیح الله حسن زی وايي چې د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو او سیمو اوسېدونکو ته یې د جلغوزیو د راټولونې په برخه کې زده کړې ورکړې دي. د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې په پکتیا کې د جلغوزیو ۱۴ زره هکتاره ځنګلونه شتون لري چې هر کال په زرګونو ټنه حاصلات ورکوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery