مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

علي بابا د نیویارک د ونډو بازار ته لاره ومونده

احمدفیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د انټرنېټ له لارې د توکو د پلور سترې کمپنۍ علي بابا تېره جمعه د لومړي ځل لپاره د نیویارک د ونډو بازار ته لاره وموندله. دې کمپنۍ د نیویارک د ونډو په بازار کې ۲۵ میلیارده ډالره پانګونه کړې او د هرې ونډې بیه یې ۶۸ ډالره اعلان کړې وه. د کار د لومړۍ ورځې تر پایه یې د هرې ونډې بیه ۹۳ ډالرو ته لوړه شوه. د علي بابا شرکت بنسټګر او مشر چینایي جک د نیویارک د ونډو په بازار کې د کار پیل په مراسمو کې ګډون کړی و. د ونډو د اوسنیو بیو پر اساس د علي بابا شرکت ټول ارزښت ۱۶۸ میلیارده ډالرو ته رسېږي چې د امازون شرکت تر ارزښت چې ۱۵۰ میلیارده ډالره دی پام وړ زیات دی. په چین کې د انټرنېټ له لارې تر ۸۰ سلنې ډېره راکړه ورکړه د علي بابا شرکت له لارې ترسره کېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery