مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر کرزى: د ملي ګټو په دفاع کې سپکېږو

احمدفیصل
ولسمشر کرزي د دواړو نوماندانو ترمنځ د هوکړې په اړه خلکو ته د خوښۍ خبر ورکړ او هيله يې څرګنده کړې څو خلک له رنځ، درد او دسيسو په امان کې شي. ولسمشر کرزي پرون د لويې جرګې په خېمه کې د سولې عالي شورا د مشر او پخواني ولسمشر برهان الدين رباني د وژل کېدو د درېيم تلين په مراسمو کې وويل، هيله ده چې افغانان نور له رنځ، درد او دسيسو وژغورل شي او په راتلونکي کې د خوښۍ ورځې ولري، او انشاءالله حتماً داسې کېږي. هغه زياته کړه: "په دې ورځو کې په کارونو ډېر مصروف يو او په هغو کارونو تاسو پوهېږئ، چې هغه کوم کارونه دي. زه ځم چې په خير سره د يوې بلې غونډې چمتووالى ونيسم، جهادي او د ولسمشرۍ نوماندان په کې ګډون کوي." ولسمشر کرزي د دواړو نوماندانو تر منځ هوکړې ته په اشارې سره وويل چې انشاءالله د خوشالۍ خبرونه پر لارې دي. همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د ټاکنو پايلې به نن اعلان کړي. ولسمشر کرزي، برهان الدين رباني يو پېژندل شوى، عالم، مهربان، مشفق او ژور فکر لرونکى شخصيت وباله او ويې ويل چې استاد رباني يو وطندوست شخص و او ده ته به يې همېشه غورې او اغېزمنې مشورې ورکولې. هغه زياته کړه: "زموږ د حکومت لومړۍ ورځې وې او زما وطني جامې او چپن د نړۍ د فيشن استادانو ډېرې خوښې کړې او ويل يې چې کرزى د نړۍ فيشني سړى دى، کالي او چپن يې ډېر ښايسته دي او له هغه وروسته چا ونه هڅولم چې درېشي واغوندم." کرزي زياته کړه، استاد رباني يوه ورځ ورته وويل چې غربي مطبوعات دې ډېره ستاينه کوي، خو که کله دې د افغانستان ګټو ته لومړيتوب او د هېواد له ملي ګټو دفاع وکړه، نو بيا به دې ډېر سپکاوى کوي. نوموړي، استاد رباني يو سوله غوښتونکى شخص وباله او زياته يې کړه چې د استاد رباني د خبرو دغه حقيقت ډېر ژر ثابت شو. هغه ټينګار وکړ چې د استاد د سولې لارې ته به دوام ورکړي او له همدې امله يې د هغه زوى صلاح الدين رباني د سولې عالي شورا د مشر په توګه ټاکلى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery