مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د مدني ټولنې غړي: که نن هم پایلې اعلان نه شي د کمېسیون دروازې تړو

احمدفیصل
د مدني ټولنو یو شمېر غړو د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې د ټاکنو پایلې دې ژر اعلان کړي. د مدني ټولنو دې غړو خبرداری ورکړ چې که د ټاکنو خپلواک کمیسیون په څلرویشتو ساعتونو کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروستي نتیجه اعلان نه کړي؛ د کمیسیون مخې ته به مظاهرې وکړي. دوی د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید د خلکو د رایو احترام وکړي او په خپلواکه توګه خپلې پریکړې وکړي. د مدني ټولنو د غړو له جملې څخه عمر قند وویل انتخاباتي کړکېج ستونزې زیاتې کړې او د خلکو حوصله یې وروستۍ مرحلې ته رسولې ده. ده ټینګار وکړ چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دې په پوره بې طرفۍ د انتخاباتو نتایج اعلان کړي او که داسې ونه کړي؛ پرخلاف به یې سخت غبرګون وښودل شي. ده وویل: « غواړو چې د انتخاباتو کمیسیون خپلې پایلې ژر اعلان کړي؛ خلک وخت ضایع کولو ته نه دي راغلي، دوی په ډالرو معاشونه اخلي؛ خو کار نه کوي. که نتایج اعلان نه کړي او ویې ځنډوي، موږ به د کمیسیون لارې وتړو او هېچا ته به اجازه ورنه کړو چې یا ورننوځي او یا ترې بهر راووځي.» د مدني ټولنو غړو دا هم ویل، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دا صلاحیت نه لري چې؛ له دې نه زیات، د انتخاباتو نتایج وځنډوي. له دې وړاندې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون مشر عبدالستار سعادت هم د انتخاباتو له کمیسیون نه غوښتي چې ژر ترژره د انتخاباتو نتیجه اعلان کړي. دغه غوښتنې په داسې حال کې کیږي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې د یکشنبې په ورځ به د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو نتیجه اعلان کړي. خو د کمیسیون دې اعلان ته ځينې څيړونکي د شک په سترګه ګوري او وایي، که چیرې کاندیدان په خپلو کې نهایي موافقې ته ونه رسیږي، ممکن د انتخاباتو د نتیجې اعلان وځنډیږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery