مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

وسله والو د غزني د یو شمېر ولسوالیو لارې تړلې دي

احمدفیصل
چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د غزني د پنځو و ولسواليو لويې لارې تړلې دي. خوګياڼي، جغتو، مالستان، جاغوري او ناهور هغه ولسوالۍ دي چې د چارواکو په وينا له تېرې ورځې راهيسې يې طالبانو لارې تړلې خو وايي چې د خلاصولو لپاره يې هڅې پيل کړې دي. د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي وايي، وسله وال طالبان د د يادو ولسواليو پر لارو تلاشي کوي او شکمن کسان له موټرو ښکته کوي. ده زيات کړه، د دغو ولسواليو پر لارو له تېرې ورځې راهيسې دولتي کارکوونکي تګ راتګ نه شي کولاى او ملکي خلکو ته هم ستونزې جوړوي. د والي مرستيال وايي، د دغو لارو د خلاصېدو لپاره يې هڅې پيل کړې خو په دې اړه يې ډېر څه ونه ويل. بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد تاييدوي چې وسله والو طالبانو د غزني د څو ولسواليو پر لارو پلټنې پيل کړې خو يادونه يې وکړه چې ملکي خلکو ته څه نه وايي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery