مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امریکا له بګرام زندانه نور پاکستاني بندیان هم خوشي کړي

احمدفیصل
د افغان حکومت له اعتراض سره سره امريکا د بګرام له زندانه ١٤ نور پاکستاني بنديان هم خوشي کړي دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې تسنيم اسلم بي بي سي ته ويلي چې خوشي شوي بنديان پرون پاکستاني چارواکو ته سپارل شوي دي. هغې د يادو بنديانو هويت په ډاګه نه کړ او نه يې هم په اړه نور معلومات ورکړي دي. د دغو بنديانو په خوشي کېدو سره په روان زېږديز کال کې له بګرامه د خوشي شوو پاکستاني بنديانو شمېر ٣٣ تنو ته ورسېد. تېره مياشت هم امريکا له بګرامه ٩ پاکستاني بنديان خوشي کړل چې د افغانستان د حکومت له کلک غبرګون سره مخ شول. د ولسمشر حامد کرزي وياند اېمل فيضي پژواک اژانس ته ویلي، دا بايد په ډاګه شي چې دغه پاکستانيان چېرې نيول شوي وو او څنګه تر بګرام زندان پورې انتقال او ولې اوس بېرته خوشي شول. فيضي زياته کړې وه چې د دغو بنديانو د دوسيو د څېړلو په اړه دې هم وضاحت ورکړل شي چې چا يې دوسيې څېړلې او ولې د محکمو له پرېکړو پرته خوشي شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery