مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

بلغاريا افغانستان ته ٤٢،٤ ميليونه ډالره پور بښلى

احمدفیصل
بلغاريا د خپل ٥٠،٦ میليون امريکايي ډالرو پور له ډلې، ٤٢،٤ ميليون ډالر افغانستان ته بښلي او نور پاتې پور به ورته د افغانستان له لوري په راتلونکو لسو کلونو کې ورکول کېږي. د افغانستان د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، بلغاريا تر ١٩٧٠-١٩٨٠ زېږديزو کلونو پورې افغانستان ته ٥٠،٦ میليون امريکايي ډالر پور ورکړى و. د ماليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پور د حل او تسويې دغه قرارداد د بلغاريا په پايتخت سوفيا ښار کې د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال او د بلغاريا ماليې وزير پرودزانوف ترمنځ لاسليک شو. د ماليې وزارت وياند عبدالقادر جيلاني وايي، د دغه قرارداد له مخې، د ٥٠،٦ میليون ډالرو پور له جملې يې ٤٢،٤ میليونه ډالره بلاعوضه مرسته بلل شوې، څو افغانستان دغه پيسې په مهمو برخو، لکه د کرنې، زيربناوو او پوهنې په برخو کې ولګوي. د هغه په وينا، ټاکل شوې چې افغانستان نور پاتې پور د راتلونکو لسو کلونو په موده کې بلغاريا ته وسپاري. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له ٢٠٠٦ زېږديز کال راپه دېخوا د نړيوال مالي صندوق مرستو ته اړو هېوادونو په نوملړ کې ثبت شوى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery