مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

چین په هند کې ۲۰ میلیارده ډالره پانګونه کوي

احمدفیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
هند او چین په خپل منځ کې اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخوي. هند ته د چین د ولسمشر د سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو مشرانو په خپل منځ کې د همکاریو د پراختیا خبر ورکړی دی. د دغو همکاریو له ډله یوه یې د هند د زېربنا په برخه کې د چین پانګونه ده. چین ژمنه کړې چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د هند په زېربنايي برخو په ځانګړي ډول رېل پټلیو کې ۲۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي. دغه راز به چین د هند په ګجرات او ماهاراشترا ایالتونو کې نوي صنعتي پارکونه جوړ کړي. د دې ترڅنګ به د چین په بازارونو کې د هند د کرنیزو محصولاتو پلور ته شرایط برابر شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery