مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حکومت د ګاز ستر تړونونه انحصاروي

احمدفیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په بازار کې د اوبلنو ګازو د بیو د راټیټولو او کنټرول په موخه په پام کې لري چې تر دې وروسته د ګازو لوی قراردادونه په خپل انحصار کې واخلي او بیا یې په ارزانه بیه پر سوداګرو وپلوري. د دغه وزارت له خوا د نوې جوړې شوې طرحې له مخې چې نن به د تصویب په موخه وزیرانو ته وړاندې شي، د ګازو واردوونکي شرکتونه او سوداګر نه شي کولای چې په خپل سر مستقیما قرارداد وکړي. سره له دې چې د ګازو واردوونکو شرکتونو دوه اونۍ مخکې له حکومت سره هوکړه کړې وه چې په بازار کې به یو کیلو پرچون ګاز په ۶۰ افغانۍ پلوري، خو دغه بیه عملي شوې نه ده او اوس هم په کابل ښار کې یو کیلو ګاز له ۷۰ تر ۷۵ افغانۍ پلورل کېږي. له تېرو دریو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د ګازو بیه په بېسارې ډول لوړه شوې ده چې تېره میاشت ان د یوه کیلو ګازو بیه ۱۲۰ افغانۍ ته ختلې وه، په داسې حال کې چې تر دې مخکې یو کیلو ګاز له ۴۰ تر ۴۵ افغانۍ پلورل کېدل. د سوداګرۍ وزارت په بازار کې د سون توکو د بیو د کنټرول په موخه تېره میاشت یوه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې د ګازو واردوونکي او پلورونکي باید یو کیلو ګاز په ۵۵ افغانۍ وپلوري. یاد وزارت د خصوصي سکتور ترمنځ د سالم رقابت په موخه دغه راز تېره میاشت دېرش زره ټنه سون توکي چې لس زره ټنه ګاز، لس زره ټنه ډیزل او لس زره ټنه پټرول په کې شامل و، هېواد ته وارد کړل. خو له دې سره سره بیا هم د ګازو په قیمت کې کوم بدلون رانغی بلکې ورځ تر بلې لوړېږي. د سوداګرۍ وزارت دوه اونۍ مخکې اعلان وکړ چې د دې ستونزې د اساسي حل لپاره غواړي چې د ګازو واردات انحصار کړي، خو د حکومت دغه اقدام د خصوصي سکتور له غبرګون سره مخ شو. د نفتي توکو او ګازو د تصدۍ مشر فرید شېرزی وايي، چې د دې ستونزې د بنسټیز حل په موخه دوه طرحې چمتو کړي چې یو لومړۍ یې د ګازو د قراردادونو او بله یې د وارداتو انحصارول دي. شېرزي همیانۍ ورځپاڼې ته وویل، چې د قراردادونو د انحصار طرحه بشپړه شوې او نن به د تایید په موخه د وزیرانو شورا غونډې ته وړاندې شي. د نوموړي په وینا، د یادې طرحې له مخې تر دې وروسته به په بهر کې د ګازو لوی قراردادونه د حکومت له خوا ترسره کېږي او په ډېرې کمې فیصدۍ به سوداګرو ته ورکول کېږي. شېرزي زیاته کړه، چې د ګازو د بیو د لوړېدو یو عمده لامل دا و، چې یو شمېر فرصت طلبه کړیو او اشخاصو په بهر کې بې مورده او غیر قانوني قراردادونه لاسلیک کړي وو. دی زیاتوي، چې د نوې پالیسۍ له مخې به هېڅ سوداګر دا حق ونه لري چې د ګازو د وارداتو په برخه کې په خپل سر او مستقیم قراردادونه ترسره کړي، بلکې قرارداد به له حکومت څخه اخلي. اقتصادي کارپوهان وايي، چې حکومت د ازاد بازار په کنټرول او مدیریت کې خپل مکلفیت نه دی ترسره کړی او یو شمېر کړۍ له دغه وضعیت څخه ناسمه ګټه پورته کوي. د دوی په وینا، حکومت د ګازو د وارداتو د انحصار پر ځای باید په بهر کې د سون توکو پر قراردادونو څارنه وکړي او شرکتونه خپلسرو قراردادونو ته پرې نه ږدي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery