مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

اوباما له نوې حکومت سره د مرستې ژمنه وکړه

احمدفیصل
د امریکا ولسمشر بارک اوباما له نوي افغان حکومت سره د مرستې ژمنه کړې ده. نوموړي له نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي او عبدالله سره په تلفوني خبرو کې د ملي یوالي د حکومت رامنځته کېدو په اړه د دوی له هوکړې هرکلی کړی او هغوی ته یې مبارکي ویلې ده. د سپینې ماڼۍ له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې اوباما په دغو تلفوني خبرو کې اشرف غني احمدزي او عبدالله ته ډاډ ورکړی چې امریکا به له راتلونکي حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي نوی افغان حکومت باید له امریکا سره ژر امنیتي تړون لاسلیک کړي. جان کیري ویلي چې دغه تړون باید د روانې زېږدیزې میاشتې تر پای ته رسېدو وړاندې لاسلیک شي. نوموړي له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک په افغانستان کې د پرمختګ لپاره یو مهم فرصت بللی دی. تر دې وړاندې اشرف غني احمدزي او عبدالله دواړو ژمنه کړې چې د واک ته رسېدو په صورت کې به له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery