مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

که د خپلې خاورې له ګټو دفاع وکړې بهرنیان دې توهینوي

حقیق

 

 حامد کرزي داستاد ربانی دتلین په مراسمو کې دخپلې وینا په ترڅ کې ویلي چې((شهید استاد رباني تل ورته ګټور او عالي نصحیتونه او پندونه لرل او له هغه وروسته چې بهرنيو ډيزاینرانو دده چپنه او خولۍ خوښ کړل، شهید استاد ورته وویل ، چې بهرنۍ رسنۍ دې د جامو او چپنې خورا ستاینه کوي؛ خو په کومه ورځ چې د بهرنیانو پروړاندې د افغانستان ګټو ته لومړيتوب ورکړې او د خپلې خاورې له ګټو نه دفاع وکړې، توهينوي دې. د شهید استاد د خبرو دا حقیقت ډېر ژر ثابت شو.))
کیدای شی دحامد کرزي اشاره دبهرنیو رسنیو او په تیره بیا دامریکایی یو شمیر هغو رسنیولکه نیویارک ټایمز او واشنګتن پوست ته وي چې هم یی په مخکې وختونو کې او هم یی په اوسنیو وختونو کې دافغانستان دملي ګټو په وړاندې خپرونې کړي دي او په دې توګه یی دافغانانو بی احترامي کړې ده ، خو نه یواځې رسنۍ چې په ټوله کې بهرنیان که هغه هرڅوک وي په لومړي سرکې ورته خپلې ګټې مهمې دي او دخپلو ګټو لپاره دنورو په زیان چې هرڅه کېږي پروایی نه ساتي .
دشنونکو په اند حامد کرزي دغه خبرې دخپل زړه له درد نه کړي او دایی هم ویلی چې په دې اړوند استاد رباني ورسره موافق ؤ.
سیاسی شنونکی دغه راز نه یواځې دلویدیزو رسنیو بلکې دهغوی دپالیسیو او کړنو په هکله وایی کله چې حامد کرزي دامنیتی تړون په اړوند لویه جرګه کې وینا کوله نو په صراحت سره یی دبهرنیانو دکړنو په اړوند یو شمېر اشارې وکړې، دهغې له ډلې نه دافغانستان دسولې په بهیر کې دهمکاري خبره چی حامد کرزي له امریکا سره دامنیتی تړون دلاسلیک یو شرط همدا ښودلی وو چی له بده مرغه لا عملی شوی نه دی .
بله خبره ښاغلی کرزي د انتخاباتو دپروسي داوږدیدو په هکله کړې وه چی متاسفانه انتخابات په همغه ډول اوږده شول. دغه راز دانتخاباتو دپایلی او بیا کتنی په اړوند پریمانه بهرنیان افغانستان ته راوستل شول او بهرنیانو دخپلو مرستو دبندیدو او یاهم د دوام په اړوند خپل شرطونه وړاندې کړل.
په همدې توګه بهرنیانو پرته له دې چې دافغان دولت او په تیره بیا ددې دولت دمشر غوښتنو ته پام وکړي په تیرو کلونو کې یی افغانان وزورل په خپل سر یی ونیول ، دهغوی کورنوته ننوتل او کلی او کورونه یی ورته بمبارد کړل ان داسې وحشیانه کړنی یی وکړي چی زموږ دهیواد دوروستیو کلونو په تاریخ کې ساری نه لري ، ددغو کړنو یوه بیلګه دمیدان وردګوولایت د نرخ په ولسوالی کی دبهرنیانو دسپیشل فورس په نامه دځواکونو کړني وې چې په ژوندینه یی یو شمیر کسان خښ کړل او یو شمیریی داسی شکنجه کړي وو چې داوسنی مترقي بشریت په اوچولي یی تور داغ کیښود.
حامد کرزي په تیرو کلونو کې په اوږدمهاله توګه له بهرنیانو سره دخپل هیواد دحقونو دلاسته راوړلو په خاطر ډغری ووهلی او ان چی دغو ډغرو ته یی دنرمې غیږ نیونې نوم ورکړ او په دې توګه یی خپل رسالت دهیواد او خلکو په مقابل کې ادأ کړ.
دحامدکرزی په قول داستادربانی خبره بیخی ریښتیا وه چی کله دخپل هيواد او خلکو دحقونو غوښتنه کوي نو بهرنیان او ان چې مطبوعات یې درسره وران وي او په ظاهری مسایلو دې بیا ستاینه کوي.
دحامدکرزي او استاد ربانی دغه څرګندونې داسې پیغام لري چې ترټولو ستر نعمت خپلواکي او پرځان بسیاینه ده ، هغوی ولس ته پیغام ورکړ چې باید په خپلو پښو ودریږو دنورو له احیتاج او بار نه باید ځان خلاص کړو په دې صورت کې به په نړۍ کې سرلوړي او ویاړمن هیواد واوسو.
دحامد کرزي دغې وینا راتلونکی ددولت او حکومت چارواکو ته هم یو ستر پیغام درلود او هغه خپلو ملي ګټو ته پاملرنه او دنورو له اغیز او احتیاج نه ځان خلاصول دي .
حامد کرزي دخپل مشرتوب په دوران کې ډیرې چیغې وکړي چې دتروریزم ځالې له هیوادنه بهر دي باید چې جګړه دافغانستان له کلي او کور نه وویستل شي او دتروریزم اصلی مرکزونو ته دې متوجه شي خو ددې غوښتنې لپاره اوریدونکي غوږونه نه وو. ځیني شنونکو خو ان لا داسې وایی چې په افغانستان کې وسله وال مخالفین او جګړه یوه استخباراتي لوبه او تصنعي جګړه ده چې په دې توګه دبهرنیانو هرډول اقدامات په افغانستان کې دنړیوالو او افغانانو لپاره توجیه شي او څوک ونه وایی چې زموږ په هیواد کې ولې بمبارونه کېږي ولې بهرني پوځونه او دهغوي مرکزونه شتون لري او ولې زموږ خلک زوریږي.
هغه ډول چی تکنالوژي او پوهې پرمختګ کړی په همدې ډول استخباراتی لوبو او پروګرامونو هم پرمختګ کړی او خپل شکل یی بدل کړی او ان چې مطبوعات او رسنۍ هم کله ناکله په دغو لوبو کې په تیره بیا په بهر کې له خپلو استخباراتي چینلونو سره په ګډه کار کوي .
دیادولو ده چې سترې استخباراتي کړی داسې لوبې په لاره اچوي چې په وړاندې یی ددریمې نړې نظامونه او خلک عاجز پاتې کیږي او ان چې په تحلیل کې یې پاتې راځي خو یوه خبرچې واضح ده او په هغه کې هیڅ شک نشته هغه دخپلواکي ، ملي حاکمیت او دنورو له اړتیا نه دځان دخلاصون ارزښت دی چې ګټه یی ثابته او په دې توګه کولای شو چی تریوه بریده دبهرنیو کړیو له سترو لوبو ځان یو څه مصؤن وساتو.
دغه ستر هدف هم هغه وخت لاسته راوړلای شو چې دهیواد خلک مو سره متفق وي او دپوهې او وړتیا پوړونو ته رسیدلي واوسو او داهم په زحمت او یو بل ته په تیریدنې او داسلامی او افغاني اصولو په تطبیق سره لاسته راوړلای شو.
په دې هیله چی زموږ راتلونکی دولتی چارواکي دهیواد او خلکو دپوره خپلواکۍ، اقتصادي پياوړتیا، ریښتنې سولې ، دملی حاکمیت په پوره پوره تأمین او دخلکو دپوهي دسطحی په لوړوالی او یووالی کې زیار وباسي څو چې پرځان متکی واوسو او دخپلې دفاع واک مو په لاس کې وي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery