مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر اشرف غني: حکومت به سهامي شرکت نه وي

احمدفیصل
د افغانستان نوي ټاکل شوي ولسمشر اشرف غني احمدزي پرون (د وږي ۳۱مه) د ولسمشر په توګه په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې حکومت به یې ولس ته ځواب ورکوونکی وي او دغه حکومت به سهامي شرکت نه وي. نوموړي وویل دا چې واک د خلکو د رایو پر بنسټ له یوه ټاکل شوي ولسمشره بل ته انتقالېږي، ټول افغان ولس ته د ویاړ خبره ده. هغه زیاته کړه: "سیاسي مسایل سیاسي حل لاره غواړي، په ټوپک، په تورې نه حل کېږي. د افغانستان ثبات تر ټولو مهمه مسله ده". نوي ټاکل شوي ولسمشر همدا ډول وویل چې حکومت به یې ولس ته ځواب ورکوونکي وي؛ ځکه چې د ملت په ارادې او رایو جوړ شوی دی. د ښاغلي احمدزي په وینا چې د ملي یووالي حکومت، د عبدالله عبدالله په ګډون به هر افغان ته مسوول وي. خو دا یې هم زیاته کړه چې د ملي یووالي حکومت موخه دا ده چې په افغانستان کې ټول موازي حکومتونه له منځه ولاړ شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د ملي یووالي حکومت کې به د دندو او واک د وېش پر بنسټ نه، بلکې د مسوولیتونو د وېش پر اساس جوړېږي. احمدزي ژمنه وکړه چې په هرو شپږو میاشتو کې به ولس ته د اساسي قانون د پلي کېدو راپور ورکوي. د دې تر څنګ یې په ټاکنو کې د ښځو د فعالې ونډې یادونه هم وکړه او افغان ښځو ته یې د درناوي او د حقونو پر ځای کولو ډاډ ورکړ. هغه همدا راز د افغان کډوالو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې حکومت باید ټولو کډوالو بېرته خپل هېواد ته د راستنېدو زمینه برابره کړي. ښاغلي احمدزي وویل، په ټاکنو کې د ولس بېساری او پراخ ګډون دا ښيي چې په افغانستان کې نور خاموش اکثریت نشته او افغانان ژوندی ولس دی. ده همدا راز له ټولو افغانانو مننه وکړه، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې په ډېرې حوصلې د ټاکنو پایلو ته انتظار و یوست. نوي منتخب ولسمشر د افغانستان اقتصاد ښه کېدو ته په اشارې وویل، چې ټول افغانان باید له خپلو افغاني پیداوارو ګټه پورته کړي څو اقتصاد ښه شي. هغه زیاته کړه، چې نور د افغانانو ترمنځ نفاق ځای نه لري او په ګډه به د اسلامي او د هېواد د ملي ګټو لپاره کار کوي. اشرف غني په ټاکنو کې د علماوو رول مهم او برخلیک ټاکونکی وباله او ویې ویل چې د جومات او ارګ ترمنځ واټن به له منځه وړي او یو کېږي به. نوموړي وویل چې په هېواد کې سوله او ثبات مهم دي او لکه څنګه چې یې ژمنه کړې انشاالله سوله به راځي او د غونډې ګډونوالو ته يې په خطاب کې وویل: ((لومړی خپل کور جوړوو او بیا له بهرنیانو مرستې غواړو.)) د ولسمشر کېدو تر اعلان وروسته دا د اشرف غني لومړۍ وینا وه چې په ارګ کې يې وکړه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery