مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

وکیلان: نوی حکومت دې د ملي ګټو لپاره کار وکړي

احمدفیصل
په ولسي جرګه کې د خلکو استازي د ملي یووالي له رامنځته کېدونکي حکومت څخه غواړي چې د ملي ګټو خوندیتوب او پراختیا ته په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای کړي. دغه استازي وايي، په نوي حکومت کې باید ملي ګټو ته ژمن او وړ کسان پر دندو وګومارل شي چې افغانان له اوسنیو ناخوالو څخه وژغورل شي. په ولسي جرګه کې د کابل استازي شېرولي وردګ ویلي: « د افغانستان سیاسیون باید په لویو اهدافو باندې کار وکړي، د ملي انګېزې تر چتر لاندې. دوی باید واقعاً د خپلو شخصي اهدافو نه تېر شي. ډاکټراشرف غني چې اوس ګټونکی دی، باید یو قوي مدیریت رامنځته کړي، د دې خبرې مفهوم دا دی چې یو قوي ټیم جوړ کړي.» د ولسي جرګې بل غړی فرهاد مجیدي وايي: « د افغانستان د حکومت او دولت په راس کې د وړ او لایقه کسانو په انتخاب سره به وتوانیږو چې بحران پای ته ورسوو.» وکیله زهرا توخي بیا وايي: «له خلکو سره باید په مشوره ټولو مشرانو سره په مشوره باندې باید ټولو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.» د ولسي جرګې استازو د ملي یووالي حکومت د رامنځته کولو په سر د کاندیدانو تر منځ د موافقې له لاسلیک یوه ورځ وروسته دا خبرې مطرح کړې او ټینګار یې وکړ چې دواړه کاندیدان باید له خلکو سره کړې ژمنې عملي کړي. د خلکو د استازو له خوا دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ د شوې موافقتنامې له مخې باید وړ او ژمن کسان پر دندو وګمارل شي. په عین حال کې سیاسي کارپوهان باوري دي که کاندیدان خپلې ژمنې عملي کړي؛ نو وبه توانیږي چې ستونزې له منځه یوسي. د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال زبیر شفیقي ازادي راډیو ته ویلي چې دواړه ټیمونه نه یوازې دا چې خپل کسان په دندو ګماري؛ بلکې نورو وړ کسانو ته هم په دولت کې ځای ورکړي. ده وویل: «که دغه دواړه ټیمونه د افغانستان ملي ګټو او د افغانستان ملت ته وفادار وي، نو دوه شیان باید په نظر کې ولري. لومړی دا چې له خپل ټیم نه پرته د افغانانو متخصص کدرونه مخلص خلک راټول کړي په حکومت کې. دویم سولې ته چې زموږ د ملت اوله اړتیا ته توجه وکړي او د جنګ د ختمېدو لپاره اساسي اقدامات وکړي.» عام افغانان هم په دې ټینګار کوي؛ د دې لپاره چې د ملي یووالي حکومت په خپلو کارونو کې بریالی پاتې شي باید تېرې نیمګړتیاوې هوارې او له نړیوالو مرستو څخه د افغانستان د ودانولو په هدف کار واخیستل شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery