مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په کونړ کې د واکسینو یو کمپاینر وژل شوی

احمدفیصل
د کونړ ولايت امنيه قوماندان وايي چې وسله والو مخالفينو هغه ډاکټر وژلى چې د پوليو يا ګوزڼ ضد کمپاين کې يې دنده ترسره کوله. امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخېل وايي دا پېښه پرون په وټه پور ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. هغه زياته کړه چې ډاکټر فضل الرحمن د وټه پور ولسوالۍ لرې پرتې سيمې ته د ګوزڼ پر وړاندې خلکو ته د عامه پوهاوي په موخه د کمپاين لپاره تللى و. د سيدخېل په وينا، کله چې ياد ډاکټر بېرته خپل کور ته راستنېده، وسله والو مخالفينو له موټره ښکته کړى او بيا يې وژلى دى. امنيه قوماندان د ډاکټر فضل الرحمن د وژل کېدو د غندلو ترڅنګ ويلي چې پوليسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي. وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery