مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امنیت شورا د ملي پروژو د امنیت پر تامین ټینګار کړی

احمدفیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د ولسمشر کرزي په مشرۍ د امنیت شورا امنیتي بنسټونو ته دنده سپارلې چې د ملي پروژو د امنیت په خاطر جدي تدابیر ونیسي. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د ملي امنیت شورا د کانونو وزارت د وړاندیز له مخې د شمال د نفتي حوزې او د عینک د مسو کان د امنیت په اړه خبرې کړې دي. د امنیت شورا د غونډې ګونډوالو د امنیتي سکټور وزارتونو ته دنده سپارلې ده چې د ټولو ملي پروژو په ځانګړي ډول د شمال د نفتي حوزې، سلما بند او د عینک د مسو کان امنیت ټینګ کړي. دغه راز سپارښتنه شوې چې د عینک د مسو کان د ساتنې لپاره د ځانګړې قطعې سرتېري چې نورو ځایونو ته لېږل شوي دي بېرته خپلې قطعې ته راوګرځول شي. د هېواد په کچه یو شمېر سترې ملي پروژې له امنیتي ستونزو سره مخ دي. په لوګر کې د مس عینک پروژه چې د استخراج تړون یې چینايي شرکت ته ورکړل شوی له امنیتي ننګونو سره مخ ده. دغه راز په لوېدیځ ولایت هرات کې د اوبو او برېښنا ستر بند سلما په شاوخوا سیمو کې د نا امنۍ پېښې زیاتې شوې دي. دغه بند چې د هند په مالي مرسته جوړ شوی د هېواد په کچه یو تر ټولو ستره پروژه بلل کېږي چې په وروستیو ۱۳ کلونو کې پلې شوې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery