مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-23   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د کندهار ملي امنيت رياست ٦ وسله وال نيولي دي .

لودين
 
په کندهار کي چارواکي وايې ، چي   د کندهار ملي امنيت رياست  ٦ تنه وسله وال ، چي  د دولت پر ضد په بېلابېلو فعاليتونو کي يې برخه اخيستې وه،ونيول.
د کندهار د مطبوعاتي دفتر څخه خپره سوې خبرپاڼه وايې ، چې  دنيول سوو کسانو هويت په دي ډول دي  نثار احمد د حاجي محمد حسن زوى دکندهار ولايت دشپږمي ناحيې اوسيدونکى،حکمت الله دمحمد سليم زوى دکندهارو لايت دواومي ناحيې دمير بازار اوسيدونکى،بشير احمد دګل محمد زوى اصلي دکندهار ولايت دڅلورمي ناحيې او فعلي دکندهار ولايت ددوهمي ناحيې اوسيدونکى، نورعلي دحاجي محمدزوى  دارغنداب ولسوالۍ دخواجه ملک دکلي  اوسيدونکى او عبدالنافع دنور احمد زوى دارغنداب ولسوالۍ او سيدونکى .
سرچينه وايې ، چې يادو ٦ تنو د کندهار ولايت په بېلابېلو ساحو کي وسله وال   او انفجاري فعاليتونه کول، چي د ملي امنيت د  منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کي ونيول سول.
خبرپاڼه وايې  ، دغو کسانو پر خپلو  تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى.
وسله والو طالبانو د دولت د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery