مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

خر زوري که ډیموکراسي؟!

محمود نظری


 

 

بښل سوې ډیموکراسي وي همداسي
 دبل په زور هم خر زوري وي همداسي
 ډیموکراسۍ ده دلته د ملانصرالدین قبر
 ددوستانو په موږ مسخرګي وي همداسي
***
کرزي ورو په غوږ کې وویل د احمد زي
 که غواړې لکه ما په ولس وکړې باداري
 ټول دعبداله پیخ پزي ورباندې مقرر کړه
 ورته آزاده کړه رشوت ، غلا اوچلبازي
***
په داړه مارو دا وطن ښه جوړیږي
 په دلالانو هم دا وطن ښه آبادیږي
 دا وطن سم نر نه نر ښځی غواړي
 دبل په غلامانو دا وطن ښه ودانیږي
***
پيدا ګل ماشو م مور ته تر هغه ژړا کوي
 بهانه کوي غوښتنه د کلچې او حلوا کوي
 بیا چاکلیټ غواړي بیا خټکی بیا پیسې
 له کوزو نه لویږي هغه څپیړه دابا غواړي
 پیداګل ـ ارمونی
***
سپی چې غاپي ته چې وایې شی غواړي
 په هر څه چې هغه ولې هغه شی غواړي
 هغه چې سړی وویني ورته غاپي غاپي
 دهغه عادت د ی نه چي یو شی غواړي
***
د ناکامه کاندید دلته حق سو اخیر شور
 ټوله و رځ به نارې وهي د جنګ او زور
 د دې څولوچکانو چې خولې بندي نه سوې
 دا قانون سو تل د بایلونکو د ګوزو ماشور
***
پاچاهي کله کیږي د ملنګي په بول
 یا کچکول په لاس یا پرسرکړه خول
 مشره د ولس د رایو ساتنه دي ونه کړه
 خدای کړه اخیر له غلو سره ونه وهې مول
***

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery