مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ملی وحدت حکومت څه ته وايي؟‎

محمد ظهور پوپلزی‎

 


ددوو پړاوونو ټاکنو د ترسره کولو څخه وروسته هم د ټاکنو کميسونونه پدی و نه توانيدل چی بريالی نوماند خلکو ته ور وپيژنی، د بريالی نوماند د پيژندلو پرځای د ملی وحدت د حکومت په نامه يي د يو حکومت د جوړيدو اعلان وکړ، چی په هغه کی محمد اشرف غنی احمدزی د ولسمشر په توګه او ډاکټر عبدالله عبدالله د اجرائيوی رئيس په توګه دنده ترسره کوی، دا چی ددی تر شا کوم عاملونه شتون نه غواړم پری بحث وکړم، خو زما په آندد ملی وحدت پر موضوع باندی بحث کول يو اړتيا دی. ځکه چی ډيری افغانانو ته دا موضوع لا تراوسه پوری روښانه نه دی ، چی د ملی وحدت حکومت څه ډول حکومت وايي؟
 مخکی لدی چه د ملی وحدت حکومت تعريف کړو غوره به دا وی چی حکومت او ملی وحدت تعريف کړو.
حکومت Government:
د حکومت په اړه بيلا بيل تعريفونه وړاندی شوی دی، مونږ يي يو څه دلته را نقلوو.
- حکومت د ټولنيزو سازمانونو مجموعه ده چی په ټولنه کی د نظم د ساتنی او همدارنګه د ټولنيزو ډلو(طبقاتو) ترمنځ د اړيکو د تامين په منظور ايجاديږی.
- د يو هيواد سياسی او اداری سلسله مراتب ته حکومت وايي.
- د يو هيواد سياسی او اداری تشکيلات او د يوهيواد د اداره کولو د څرنګوالی څخه عبارت دی.
- پر اجرائيوی نماينده ګيو سربيره د يو دولت تشکيلات چی د معمول له مخي له دريو برخو څخه جوړه شوی ده، اجرائيه، قضائيه او مقننه.
- د سياسی بنسټونو، قوانينو او ټولنيزو ادابو مجموعه ده چی د هغی پراساس د دولت حاکميت پلی کيږی.
- د يو سياسي واحد(هيواد) مديريت، هدايت او دعمومی امورو کنټرول ته حکومت وايي.
- په ځينو ځايونو کی حکومت د کابينی په مفهموم په کار وړل کيږی، نو پدی حالت کی بيا حکومت د ولسمشر، د ولسمشر معاونين، او د وزيرانو له مجموعی څخه عبارت دی.
ملی وحدت National Unity :
ملت د خلکو يوه ډله دی چي په يو جغرافيوی موقعيت کی سکونت ولری، مشترک ماضی ولری، او په راتلونکی کی هم د يو ځای اوسيدو هيله لری، دغه ډله خلک د ګډو هيلو او آرزو ګانو ترڅنګ د ګډ احساس لرونکی دی، او په غم او ښادی کی سره شريک وی.
د ملی وحدت د تعريف په اړه پوهانو ويلی : هر کله چی د ېو ملت ټول افراد چی په مختلفو سيمو پوری اړه ولری د خپل هيواد د ملی آرزو ګانو او ملی اهدافو په لاسته راوړلو کی هڅه وکړی او شريک شی پداسی ډول چی دغه افراد يو واحده ډله وشميرل شی، ملی وحدت بلل کيږی.
يا
 هر کله چی د يو هيواد د مختلفو سيمو خلک؛ چي مختلف ژبی، مذهب، نژاد او مسلک لرونکی وی او د هيواد د سياسی چارو کی په ځانګړي توګه د بهرني سياست او د هيواد څخه د دفاع په چارو کی ګډون وکړی ملی وحدت بلل کيږی، همدارنګه ددی ترمنځ شته اختلافات هم ددوی لخوا پداسی ډول حل شی چی بهرنيانو ته د لاس وهني زمينه مساعده نه شی.
د ملی وحدت حکومت = حکومت + ملی وحدت:
په هيواد کی شته ټولنيز سازمانونه ( د دولت تشکيلات) د ټولو قومونو پوری اړه ولری، د هيواد ټول قومونه او ډلی په سياسی تصاميمو کی دخيل وی، د هيواد د سياست اساسی کرښی به په هيواد کی د شته قومونو لخوا تطبيق کيږی، ولايتونه او نور اداری پوستونه به هم په هيواد کی دشته قومونو او ډلو ترمنځ ويشل کيږی تر څو دوی په قدرت کی سهيم شی.
ايا د افغانستان د ملی وحدت حکومت څومره وړتيا لری چی:
په هيواد کی امنيت او ثبات ټينګ کړی، د سولی د راوستلو لپاره کار وکړی، د ښه حکومتوالی(حکومتداری خوب) لپاره زمينه سازی وکړی، د ګاونډی هيوادونو سره اړيکي او ځينی نور مسايل چی نوی حکومت ورته لومړيتوب ورکړی او ترسره کړی. دا به وخت ځواب کړی.
مننه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery